سرپل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وايي، د فوټبال خزاني سیالۍ چې د سرپل ښار د ښوونځیو لوبډلو ترمنځ یوهنیمه میاشت مخکې پیل شوې وې، د امام یحیی ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د سرپل د پوهنې رییس مولوي محمدرحماني وویل، د سرپل د مرکز ۱۵ ښوونځیو لوبډلو ترمنځ د فوټبال خزاني سیالۍ یوه نیمه میاشت مخکې د دغه ښار په ورزشي چمن کې پیل شوې وې.
هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ د سرپل بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته ښوونځیو او ورزش ته د زدهکوونکو هڅونې په موخه پیل شوې وې.
نوموړي زیاته کړه، د سرپل پوهنې ریاست د دغه ولایت د ولسوالیو ښوونځیو ترمنځ هم د فوټبال خزاني سیالۍ پيل کړې، په ځینو ولسوالیو کې پای ته رسېدلې او په ځینو کې لا هم روانې دي.
د امام یحیی ښوونځي یوه لوبغاړي ستار وویل: «ډېر خوښ یو چې د پوهنې ریاست له خوا د فوټبال دغه خزاني سیالۍ پیل شوې وې او دا ډول سیالۍ د ځوانانو د نږدېوالي او له غیراخلاقي کړنو د هغوی د مخنیوي لامل کېږي.»
هغه د سرپل د پوهنې له ریاسته وغوښتل څو په هر موسم کې دغه ډول پروګرامونه جوړ کړي؛ ځکه پرلهپسې سیالۍ د زدهکوونکو د فکر د ودې او فوټبال لوبې ته د هغوی د جذب لامل کېږي.
د منهاجالسراج ښوونځي یوه لوبغاړي علي وویل: «موږ د پوهنې له ریاسته غواړو چې د ښار په ښوونځیو کې د فوټبال سټندرډ لوبغالي جوړ کړي څو د فوټبال لوبه د ښوونځیو زدهکوونکو ترمنځ هم معیاري شي.»
د یادونې ده، د سرپل پوهنې ریاست ممتاز لوبډلو او هغو لوبغاړو ته چې په یادو سیالیو کې ښه ځلېدلي، د کپونو ترڅنګ نورې جایزې هم ورکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP