کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګوالو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا په موخه ازبکستان ته سفر وکړ.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان هېواد ته سفر وکړ.
سرچینې زیاته کړې چې د یاد سفر موخه د کرنې او مالدارۍ برخو کې د پانګوالو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا، د کرنې او مالداۍ په سکټور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخول دي.
دغه وزارت لیکلي، یاد پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې د ازبکستان د اوبو لګولو وزارت له مسوولینو سره د غنمو او پنبې د اصلاح شوو تخمونو، د وریجو روزنې، د څاڅکو اوبو لګولو ترویج، د بڼوالۍ پراختیا، د کارکوونکو وړتیا لوړولو، د افغانستان په وچو او شاړو ځمکو کې پانګونې او په یو شمېر نورو برخو کې خبرې اترې او د نظرونو د تبادلې ترڅنګ د همکاریو تړونونه هم لاسلیک کړي.
سرچینې ویلي چې دغه سفر افغانستان ته د یاد هېواد د پلاوي د سفر په دوام ترسره شوی چې موخه یې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پانګوالو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د کرنې او مالدارۍ سکټور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن