کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وایي، دغه سازمان له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره لس میلیون امریکایي ډالره ځانګړي کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس پر خپله اېکسپاڼه د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې دغه لس میلیون ډالر د یاد سازمان د بېړنیو مرستو له صندوقه ځانګړي شوی دي.
هغه ویلي چې دغه مرسته به افغانستان ته راستنېدونکو افغانانو ته د لومړنیو بشري اړتیاوو برابرولو برخه کې ولګول شي.
د پاکستان لنډمهالي حکومت له تېرو څه باندې شلو ورځو راهیسې په جبري ډول له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی او د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جانمحمد اڅکزي درې ورځې مخکې ویلي وو، له پاکستانه د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر به د راتلونکي ۲۰۲۴ کال تر جنورۍ پای ته ورسېږي او له هغه وروسته به د اسنادلرونکو افغان کډوالو د ایستلو مهالوېش اعلان شي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند تېره ورځ ویلي چې د پاکستان له لوري پر افغان کډوالو د تازه فشارونو له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده راایستل شوي دي.
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن