جلالاباد (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې پاکستاني لوري یو ځل بیا د تورخم دروازه له چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنې په پلمه د ترانزیټ پر مخ تړلې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر مولوي صديقالله قريشي بدلون د لړم په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستاني لوري نن غرمه یو ځل بیا د تورخم دروازه په دې پلمه د ترانزیټ پر مخ وتړله چې موټرچلوونکي باید ویزه او پاسپورټ ولري.
نوموړي زياته کړه، په تورخم کې د افغانستان کميسارۍ مسوولينو هم ورته اقدام کړی او هغو پاکستاني موټرچلوونکو ته اجازه نه ورکوي چې ويزه او پاسپورټ ونه لري.
د قريشي په وينا، مخکې به په دې لار د باروړونکو موټرو له چلوونکو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې غوښتنه نه کېده، خو نن يو ځل بيا پاکستاني لوري په همدې پلمه لاره د ترانزیټ پر مخ تړلې ده.
بلخوا په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونه وايي، د تورخم دروازې تړل کېدل نه يوازې افغان سوداګرو، بلکې پاکستاني سوداګرو ته هم زيان رسوي.
د سوداګرۍ خونې د صادراتو برخې مسوول شاکرالله ساپي پژواک ته وويل، هره ورځ د تورخم له لارې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ پورې په سوداګريزو توکو بار لارۍ تګ راتګ کوي چې د دروازې په تړل کېدو به سوداګر لوی زيان وویني.
دی وايي: «اوسمهال زموږ تازه مېوې لکه انګور، انار، یا هم پياز، ذغال سنګ، شوکاڼي او نور د تورخم له لارې صادرېږي چې د پاکستان په ګډون اسيايي او اروپايي هېوادونو ته ځي خو که دروازه بنده شي، دا هر څه خرابېږي.»
د یادونې ده، درې میاشتې مخکې هم پاکستاني لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړلې وه.
Views: 79
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن