ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې یو شمېر کوچیان د مرستو غوښتنه کوي

هلمند کې یو شمېر کوچیان د مرستو غوښتنه کوي

author avatar
21 Nov 2023 - 15:32
هلمند کې یو شمېر کوچیان د مرستو غوښتنه کوي
author avatar
21 Nov 2023 - 15:32

لښکرګاه (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): هلمند کې مېشت یو شمېر کوچیان د ژمي رارسېدو ته اندېښمن دي او وايي چې د وروستیو وچکالیو له امله يې خپله ډېره برخه مالداري له لاسه ورکړې او اوس د دې توان نه لري چې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

د لعل خان په نوم یو کوچی چې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه په سرکار سیمه کې اوسېږي وايي، ژوند يې پر مالدارۍ ولاړ و خو وچکالۍ هر څه ترې واخیستل او اوس د ژمي لپاره د لګښتونو پوره کولو ته اندېښمن دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «پخوا مو ډېر څاروي درلودل، د ژوند ټولې اړتیاوې مو له همدې لارې پوره کولې، خو د وروستیو وچکالیو له امله يې مالداري ختمه شوې او اوس را روان ژمي ته حيران یو چې لګښتونه به له کومه پوره کوو.»

نوموړي زیاته کړه، له اسلامي امارت او نورو خیریه بنسټونو غواړي چې له دوی سره بشري مرستې وکړي څو ژمي کې له ستونزو سره مخ نه شي.

دغه راز د روزيخان په نوم یوه بل کوچي وویل: «د وروستیو وچکالیو له لاسه مو مالونه پلورلي او اوس په ښار یا نورو سیمو کې مزدوري کوو، سرپناه هم نه لرو، د یخنۍ موسم دی، ماشومان مو ناروغان دي، تر اوسه حکومت یا کوم بل چا مرسته نه ده راسره کړې.»

هغه زیاتوي، تېر کال يې شاوخوا ۵۰۰ پسونه درلودل خو د وچکالۍ له امله یې ټول وپلورل او اوس یې ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.

هغه زیاته کړه: «د کورنۍ لګښتونه نه شم پوره کولای، هره میاشت له دوستانو پیسې پور اخلم، اوس ۲۰۰ زره افغانۍ پوروړی یم.»

د صدو په نوم یو بل کوچی وايي چې پخوا يې رمې لرلې او د کال په هر موسم کې به د هېواد بېلابېلو سیمو ته تلل خو په وینا يې چې سږ يې ټول مالونه پلورلي دي.

هغه وايي: «کوچیان له بزګرۍ او نورو کارونو سره بلدتیا نه لري نو ځکه اوس ټول حیران دي چې په را روان ژمي کې به د خپلو کورنیو لګښتونه څنګه پوره کوي.»

دی هم له حکومت او خیریه بنسټونو د خېمو او خوراکي توکو د مرستې غوښتنه کوي.

نوموړي وویل: «حکومت دې موږ ته پاملرنه وکړي، خېمې دې راکړي، څه وکړو څوک روزانه مزدوري کوي، څوک خیرات ټولوي، واړه ماشومان را له غاړې دي.»

بلخوا په هلمند کې د کوچیانو چارو مسوولین هم د کوچیانو ستونزې مني خو وايي، د ولایت مقام ورسره د مرستې ژمنه کړې او هیله ده چې ستونزې يې حل شي.

د دغه ولایت د کوچیانو چارو امر نصرالدین خاکسار وايي، هلمند کې رښتیا هم د وروستیو وچکالیو له امله د کوچیانو مالداري زیانمنه شوې او له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړه: «زموږ هڅې روانې دي چې د کوچیانو لپاره مرستې را جلب کړو.»

دی وايي، د یوې سروې له مخې په دغه ولایت کې د کوچیانو شاوخوا ۷۲ زره کورنۍ ژوند کوي او په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

د هلمند د کوچیانو چارو مدیر مولوي محمدګل وايي، هلمند کې مېشت کوچیان د وچکالۍ له امله زیانمن شوي او د مرستو مستحق دي او ځینو ادارو د مرستې ژمنه کړې ده.

د یادونې ده، په هېواد کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې خلک له وچکالۍ سر ټکوي خو د افغانستان سرپرست حکومت او تازه ویلي، پلان لري چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د واورو او باران اوبو راګرځولو لپاره بندونه جوړ کړي.

Views: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.