[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د اسیا ملتونو او نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې په دویم پړاو سیالیو کې د کویټ پر وړاندې ماتې ومنله.
د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ میلادي کال نړۍوال جام مقدماتي او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام دویم پړاو سیالیو ته د لارموندنې په موخه تېره شپه له کويټ سره لوبه ترسره کړه.
دغه لوبه چې د سعودي عربستان په دمام ښار کې ترسره شوه، کویټ و کولی شو چې افغانستان ته څلور پر صفر ماتې ورکړي.
دیادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې افغانستان خپله لومړی لوبه قطر ته وبایلله.
افغانستان به خپله وروستۍ لوبه له هند سره کوي، هند تر دې مخکې کویټ ته ماتې ورکړې وه.
[/restrict]
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن