کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ ۱۴۰۲): ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره ګډ امنیتي پلان د جوړښت په موخه لومړۍ ګډه غونډه کړې او دغه پلان به له منظورۍ وروسته ټولو اړوندو ادارو ته واستول شي.
د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د ګډ امنیتي پلان چمتو کولو په موخه د ملي دفاع وزارت په مقر کې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو لومړۍ ګډه غونډه جوړه شوه.
سرچينې لیکلي، دغه امنیتي پلان چې د ملي دفاع وزارت ستر درستیز اوپراسیون ریاست له لوري چمتو او ترتیب شوی او په اړه یې ګډه غونډه شوې ده.
خبرپاڼه کې د غونډې ګډونوالو له قوله راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت نظام په نه ستړې کېدونکې هلو ځلو او سرښندنو سره په لاس راغلی او بقا یې هم هلو ځلو او سرښندنو ته اړتیا لري، د نظام مسؤولین مکلف دي چې د هېواد د لا ښه امنیت ټینګښت، د هېواد د پولو ساتنې او د پردیو (دښمنانو) د شومو پلانونو پر وړاندې پوره چمتووالی ولري؛ د اسلام او نظام دښمنانو پر وړاندې موږ باید ځان چمتو کړو او دا تیاری یو مشخص پلان او تطبیق ته اړتیا لري.»
خبرپاڼه کې راغلي چې د دې غونډې جوړېدل د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د هېواد د لا ښه امنیت د ټېنګښت او د اړوندو ارګانونو تر منځ د ښې همغږۍ په ټینګښت کې خورا ارزښتناکه او اړینه وه.
ملي دفاع وزارت لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت د دفاعي، امنیتي او کشفي ارګانونو مسؤولینو او پوځي کارپوهانو په دې غونډه کې د نظریاتو له راټولولو وروسته د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د امنیتي برخې لومړیتوبونو له ټاکلو وروسته به همدغه پلان د صلاحیت لرونکو مسؤولینو له منظورۍ وروسته ساحوي قولاردوګانو او د ټولو ولایتونو امنیه قوماندانیو او استخباراتو ریاستونو ته تکثیر شي.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن