ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ته له پاکستانه راستانه شوي افغانان خپل نامعلوم برخلیک ته اندېښمن دي

کندهار ته له پاکستانه راستانه شوي افغانان خپل نامعلوم برخلیک ته اندېښمن دي

author avatar
22 Nov 2023 - 14:45
کندهار ته له پاکستانه راستانه شوي افغانان خپل نامعلوم برخلیک ته اندېښمن دي
author avatar
22 Nov 2023 - 14:45

کندهار (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): کندهار ته له پاکستانه راستانه شوي یو شمېر افغانان وايي چې دوی له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او نه پوهېږي چې له لنډمهاله کمپونو وروسته به چېرته ځي.

یو شمېر دغه کډوال چې کندهار ښار ته څېرمه په یوه کمپ کې اوسېږي وايي، په هېواد کې خپله ځمکه او کور نه لري او په وینا يې کمپ کې هوا ورځ په ورځ سړېږي.

له پاکستانه د تازه راغلې یوې کورنۍ مشر ذبیح‌الله چې د کندهار ښار په ختیځ کې په یوه کمپ کې اوسېږي، وایي، په کورنۍ کې يې ۱۴ غړي دي او د دې وس نه لري چې یو کور کرایه کړي.

هغه زیاته کړه: «دا څو ورځې کېږي دلته اوسېږو نه د کور د کرایې وس لرم او نه دلته دوستان لرم چې هغوی ځای راکړي، نو ژمی دی په دې سړه هوا کې به تر کله دلته اوسېږو، باید غم مو وخوړل شي.»

د دې کورنۍ ماشومان هم وایي، خوښ دي چې له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي خو تمه لري چې دلته به د زده‌کړو زمینه او د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې ورته برابرېږي.

د یادې کورنۍ یوه ماشوم نقیب‌الله وویل: «خوشاله یم چې خپل وطن ته راغلو، هیله لرم چې مکتب ته لاړ شم، درس ووایم او یو شی زده ‌کړم.»

د ذبیح‌الله په څېر په دغه کمپ کې مېشت د یوې بلې کورنۍ مشر فریداحمد هم وايي، له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دی او نه پوهېږي چې راتلونکی به يې څنګه وي.

د هغه په وینا، په هېواد کې نه کور او نه هم ځمکه لري او نه هم د دې توان لري چې کور کرایه کړي.

هغه زیاته کړه: «دلته اوسېږو خو معلومه نه ده چې راتلونکی به مو څنګه وي، یو څه کمک راسره شوی، خو هوا سړه ده او که چېرې بارانونه شي او یخ زیات شي بیا خو دلته ژوند نه تېریږي.»

بلخوا د اجباري راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېټه وایي، ټولې هغه کورنۍ به په کمپونو کې اوسېږي چې په هېواد کې ځمکه یا کور نه لري او نه هم د کور کرایې ورکولو توان لري.

د دې کمېټې یو غړی مولوي علي‌محمد حقمل وایي، هغه راستنو شوو افغان کورنیو ته د ځمکو ورکولو پلان شته چې په هېواد کې ځمکې یا کورونه نه لري.

هغه زیاته کړه: «دغه کورنۍ چې اوسمهال په کمپونو کې اوسېږي نه ځمکه لري او نه کور لري، هغوی ته موږ هر ډول اسانتیاوې برابروو، دلته به په داسي شکل اوسېږي لکه منظم کورونه چې لري، خو مسوولین د هغوی لپاره ځمکې په نظر کې لري.»

د هغه په خبره، دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسانو ته به د کومو شرایطو له مخې څومره ځمکې ورکول کېږي، خو هرې کورنۍ ته د هغوی اړوند ولایت کې ځمکې ورکول کېږي.

نوموړي په دې اړه معلومات ورنه کړل چې اوسمهال کندهار کې څومره کورنۍ په کمپونو کې شپې سبا کوي.

مسوولین وایي، د نومبر میاشتې له پيل راهیسي د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته تر ۱۳۰ زره ډېر افغانان بېرته راستانه شوي چې ډېری یې خپلو اړوند ولایتونو ته لېږدول شوي او ځینې کورنۍ کندهار کې په کمپونو کې شپې سبا کوي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.