Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار د ممپليو په حاصلاتو کې درې برابره زياتوالی راغلی

جلال‌اباد (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۴۰۰ ټنه ممپلي تولید شوي چې د تېر کال په نسبت درې برابره زیاتوالی ښیي.

مسوولین وايي، ممپلي د دغه ولايت په ۱۱ ولسواليو کې کرل کېږي او د کروندګرو علاقه يې له کرکيلې سره زياته شوې ده.

هغه کروندګر چې په خپلو پټيو کې يې ممپلي کرلي د ممپليو له حاصلاتو خوښ دي او غوښتنه کوي چې د ننګرهار ممپلي بايد نورو ولايتونو ته هم د خرڅلاو لپاره ولېږدول شي.

د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست وياند اجمل سبحاني پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال د دغه ولايت په ۱۱ ولسواليو کې پر ۶۲۷ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي وو.

هغه زياتوي: «بهسود، هسکه مېنه، کوزکونړ، بټي‌کوټ، سپین‌غر، سره‌رود، خوږیانو، پچیراګام، چپرهار، شېرزاد، او حصارک هغه ولسوالۍ دي چې ممپلي په کې ښه حاصل ورکوي او سږ کال په کې ممپلي په زياته کچه کرل شوي دي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږ کال د ننګرهار ممپليو فصلونو ۱۴۰۰ مټريک ټنه حاصل ورکړی په داسې حال کې چې تېر کال يې حاصلات يوازې ۵۱۶ ټنه وو.

د سبحاني په وينا تېر کال يوازې پر ۲۴۰ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي وو، ښه حاصل يې ورکړی وو او کروندګرو ترې ډېره ګټه هم تر لاسه کړې وه؛ ځکه سږ کال د ممپليو کښت ته ډېرو کروندګرو مخه کړې ده.

سبحاني دا هم وويل چې د کرنې ریاست د ترویجي کارکوونکو له لورې ۴ زره او ۷۰۰ بزګرانو ته د ممپلیو ناروغیو، اوبولګولو، کرنیزو عملیو، بازارموندنې، سرې ورکولو او حاصل ټولولو په برخو کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوې چې ورسره حاصلات هم لوړ شوي دي.

کروندګر که څه هم د ممپليو له سږنيو حاصلاتو خوښ دي، خو غوښتنه کوي که حکومت د اوبو، کيمياوي سرې، اصلاح شوو تخمونو او بازار موندنې برخو کې د دوی لاسنيوی وکړي، دوی به ډېره ګټه وکړي.

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د للمې کلي يوه کروندګر سيداغا چې پر خپله ځمکه يې ممپلي کرلي او اوس يې د حاصلاتو په ټولولو بوخت دی، وايي، سره له دې چې دغه سيمه روانې اوبه نه لري او د ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخېستل کېږي، خو بيا هم د ممپليو حاصلات ډېر دي.

هغه وويل: «موږ سره بايد حکومت د سرې، تخمونو او د اوبو په سيسټم کې همکاري وکړي.»

بلخوا د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې سيمې يو اوسېدونکی عرفان‌الله چې ممپلي یې کړلي وو، وايي، تېر کال يې هم له ممپليو ښه ګټه کړې وه؛ ځکه یې سږ کال هم ممپلي کرلي او ښه حاصل يې ترلاسه کړی دی.

د یادونې ده، ممپلي د مهمو صنعتي او تيلې نباتاتو له ډلې شمېرل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.