[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان یو شمېر سیاستوالو او د تېر حکومت چارواکو په مسکو کې غونډه کړې ده.
"افغانستان د تېر او راتلونکي ترمنځ؛ د عادلانه سولې او تلپاتې پرمختګ په لاره کې» تر سرلیک لاندې د افغانستان د یو شمېر سیاسیونو غونډه د روسیې پلازمېنې مسکو کې د لېندۍ په ۲مه جوړه شوه.
د امریکا غږ د خبر له مخې، په دې غونډه کې چې د «عادلې روسیې» ګوند او د هغه هېواد د علومو اکاډمي په ملاتړ جوړه شوې، د یو شمېر افغان سياسيونو او پخوانیو چارواکو ترڅتګ د روسیې ځینو سیاستوالو او کارپوهانو هم ګډون کړی و.
د احمد مسعود په مشرۍ د «ملي مقاومت جبهې» یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې جبهې مشر احمدمسعود په مسکو کې د افغانستان په اړه په یو کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ د روسیې پلازمېنې ته رسېدلی دی.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: «دا کنفرانس د 'یوې عادلې نړۍ' د روسیې پارلمان د عدالت ګوند په ملاتړ او د روسیې د علومو اکاډمي له خوا د افغانستان د لسګونو سیاسي مشرانو او مدني او نظامي او سیاسي لوړپوړو غړو او د روسیې فدراسیون د کارپوهانو په ګډون ترتیب شوی دی.»
د دې اعلامیې له مخې، احمد مسعود او د روسیې د عدالت ګوند مشر سرګي ميرانوف چې د دغه هېواد د پارلمان مرستیال هم دی، د یاد کنفرانس په ویناوالو کې شامل دي.
سرچینه زیاتوي: «د کنفرانس هدف په افغانستان کې د ثبات په اړه د روسیې لېوالتیا او د افراطیت او تروریزم او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوه ټولشمول بهیر رامنځته کېدل، تولنیز او بشرپاله پرمختګ او نړۍواله اقتصادي همکاري ده.»
بلخوا د بيبيسي د خبر له مخې، احمد مسعود یادې ناستې ته په وینا کې روسیه د افغانستان دوست هېواد بللی او زیاته کړې یې ده: «موږ د نړۍ په یوه مهم او د افغانستان یوه دوست هېواد په پلازمېنه مسکو کې راغونډ شوي یو، څو د افغانستان ستونزې په خپل منځ، مخاطبانو او د سیمې له دوستانو سره مطرح کړو.»
مسعود په افغانستان کې د ټاکنو او د خلکو د رایو پر بنسټ د حکومت جوړولو غوښتنه کړې او وايي، په افغانستان کې باید داسې حکومت جوړ شي چې هیڅوک له قانون پورته نه وي.
د راپورونو له مخې، په دغه کنفرانس کې پر احمد مسعود سربېره د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق، د ښځو او مدني ټولنې ځینو غړو او د تېر حکومت ځینو پخوانيو لوړپوړو چارواکو او د پارلمان غړو برخه لرله.
د یادونې ده، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته دا لومړی ځل دی چې روسیه په مسکو کې د افغانستان سرپرست حکومت د مخالفو مشرانو په ګډون دغسې یو کنفرانس جوړوي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
باید وویل شي چې روسیې د تېر جمهوري حکومت پر مهال هم د افغانستان حکومت د مخالفینو په ګډون دا ډول غونډې جوړې کړې وې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP