ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې د پاکو اوبو رسولو یوې لویې نیمګړې پاتې شبکې چارې پیل شوې

کندهار ښار کې د پاکو اوبو رسولو یوې لویې نیمګړې پاتې شبکې چارې پیل شوې

author avatar
24 Nov 2023 - 16:17
کندهار ښار کې د پاکو اوبو رسولو یوې لویې نیمګړې پاتې شبکې چارې پیل شوې
author avatar
24 Nov 2023 - 16:17

کندهار (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې د پاکو اوبو رسولو یوې شبکې چارې چې مخکې نیمګړې پاتې وې، بېرته پيل شوې.

د دې نیمګړې پروژې چارو د بیا پیل مراسمو کې د ماليې سرپرست وزیر، د افغانستان د ښاري اوبو رسولو عمومي رییس او ځینو نورو مسوولینو ګډون کړی و.

د افغانستان د ښاري اوبو رسولو عمومي رییس انجنیر نعمت‌الله احمدي وویل، دغه پروژه چې د مخکني حکومت پر مهال یې ډېره اندازه کار مخې ته تللی و، اوس يې یو ځل بیا د خلکو د غوښتنو پر اساس چارې پيل شوې.

د هغه په وینا، پر دې پروژه ۴۰۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د مالیې وزارت له خوا ورکول کېږي او کار به یې شاوخوا څلور میاشتې وخت ونیسي.

هغه زیاته کړه: «د دې پروژې له بشپړېدو سره به ۷۰ زره کسانو ته پاکې اوبه ورسېږي، یوه لویه ذخیره چې ۳۱۰۰ متره مکعبه اوبه نیسي، شپږ ژورې څاګانې، یو پمپ سټېشن چې ذخیرې ته به اوبه پورته کوي او یو اداري تعمیر شامل دي.»

پر همدې مهال د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر ملا محمدناصر اخند هم وویل، دا یوه ډېره حیاتي پروژه ده چې له لارې به یې خلکو ته پاکې اوبه ورسېږي.

د هغه په خبره، د اسلامي امارت بودجې ته په کتو پر دې پروژه مصرفېدونکي پیسې ډېرې دي خو بلخوا د خلکو ستونزو ته په کتو، دا پيسې ډېرې کمي دي چې لګول کېږي.

هغه زیاته کړه: «دا کمې پيسې نه دي، ډېرې پیسې دي، خو بل طرف ته که میلیاردونه پيسې د ولس لپاره مصرف کړي، دا ولس په دې ارزي، لکه څنګه چې اسلامي امارت دا دوه نیم کاله په خپله بودجه ټول کارونه وکړل نور به هم مخې ته ولاړ شي او کارونه به وشي.»

د سیمې اوسېدونکي هم وایي، خوښ دي چې د اوبو رسولو پروژې چارې پيلېږي څو د دوی د پاکو اوبو ستونزه حل شي.

د کندهار ښار دوولسمې ناحیې یو اوسېدونکی میراغا وایي، خلک له غربت او نورو ګڼو ستونزو سره مخ دي خو تر ټولو لویه اړتیا یې اوبه دي.

هغه زیاته کړه: «موږ دلته دا ځای خپل نه بولو؛ ځکه چې اوبه نه لرو، که غربت وي، بېکاري وي یا نور مشکلات خو د اوبو مشکل تر ټولو لوی دی او موږ ډېر خوشحاله یو چې دغه کار پيل شو.»

د دې سیمې یو بل اوسېدونکی مولوی رحمت‌الله وایي، دلته هغه خلک چې وس یې لري، یو ټانکر اوبه په زر یا ۱۲ سوه افغانۍ رانیسي خو په سل کې ۹۵ کورنۍ هم دا وس نه لري چې اوبه رانیسي نو له نورو لرې ځایونو څخه یې په لاسي ګاډيو کې راوړي.

هغه زیاته کړه: «د دې علاقې خلک ټول غریبان دي، د اوبو رانیولو وس نه لري، یو ټانکر په زر یا ۱۲ سوه افغانۍ دی، نو دوی مجبور دي چې په ګاډیو کې له لرو برمو اوبه راوړي.»

په کندهار کې ډېرې نورې سیمې هم د څښلو پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي خو مسوولین وایي، ټولو هغو سیمو ته پاکې اوبه رسوي چې اوبو ته لاسرسی نه لري.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.