ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسکو کې د افغان سیاستوالو له غونډې وروسته متقي د روسیې له سفیر سره لیدلي

مسکو کې د افغان سیاستوالو له غونډې وروسته متقي د روسیې له سفیر سره لیدلي

author avatar
25 Nov 2023 - 23:28
مسکو کې د افغان سیاستوالو له غونډې وروسته متقي د روسیې له سفیر سره لیدلي
author avatar
25 Nov 2023 - 23:28

[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): په مسکو کې د یو شمېر افغان سیاستوالو له غونډې وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي له خوا د لېندۍ په ۴مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، وروستیو سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسایلو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

سرچینې زیاته کړې چې په کتنه کې دغه راز پر تعلیمي او فرهنګي موضوعاتو هم خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې دوه ورځې مخکې د روسیې پلازمېنې مسکو کې د افغانستان سرپرست حکومت یو شمېر سیاسي مخالفینو هلته د «افغانستان د تېر او راتلونکي ترمنځ؛ د عادلانه سولې او تلپاتې پرمختګ په لار کې» تر سرلیک لاندې د لېندۍ په ۲مه غونډه وکړه.

د امریکا غږ د خبر له مخې، په دې غونډه کې چې د «عادلې روسیې» ګوند او د هغه هېواد د علومو اکاډمي په ملاتړ جوړه شوې وه، د یو شمېر افغان سياسيونو  او پخوانیو  چارواکو ترڅتګ د روسیې ځینو سیاستوالو او کارپوهانو هم ګډون کړی و.

د راپورونو له مخې، په دغه کنفرانس کې پر احمد مسعود سربېره د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق، د ښځو او مدني ټولنې ځینو غړو او د تېر حکومت ځینو پخوانيو لوړپوړو چارواکو او د پارلمان غړو برخه لرله.

د یادونې ده، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته دا لومړی ځل دی چې روسیه په مسکو کې د افغانستان سرپرست حکومت د مخالفو مشرانو په ګډون دغسې یو کنفرانس جوړوي.

په دې غونډه کې د افغانستان سرپرست ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې خو دوه میاشتې مخکې د مسکو فارمټ غونډه کې د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ګډون کړی و.

باید وویل شي چې روسیې د تېر جمهوري حکومت پر مهال هم د افغانستان حکومت د مخالفینو په ګډون دا ډول غونډې جوړې کړې وې.

بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې د مسکو پر غونډه نیوکه کړې وه. هغه زیاته کړې چې روسیه دې د افغانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن نه وهي.

هغه ویلي وو چې روسیې ته یې خپل اعتراض رسولی دی.
[/restrict]

Views: 191

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.