[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د پاکستان کراچۍ ښار یوه سوداګریز مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله ۱۱ کسان مړه او لږ تر لږه ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دغه اورلګېدنه د شنبې ورځ سهار وخته د کراچۍ ښار په یوه لوړ پوړیز سوداګریز مارکېټ کې رامنځته شوه.
د کراچۍ ښار د اور وژنې څانګې یوه مسوول افتخار عباسي رسنیو ته ویلي چې اورلګېدنه په جنراتور کې د برېښنا شارتۍ له امله رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۱۱ کسان مړه او شاوخوا ۳۵ نور ژوبل شوي دي.
ځایي چارواکو ویلي، د اورلګېدنې له امله لسګونه دوکانونه سوځېدلي او خلکو ته د میلیونونو کلدارو زیانونه اوښتي دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP