Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چین پرېکړه کړې چې د شپږو هېوادونو وګړي له ویزې پرته ورتللی شي

کابل (پژواک، ۴ لېندی ۱۴۰۲): د چین حکومت اعلان کړی چې د فرانسې، جرمني، ایټالیا، هالنډ، اسپانیا او مالیزیا وګړي پرته له ویزې د لنډ مهال لپاره دغه هېواد ته ورتللی شي.

د چین بهرنیو چارو وزارت وياند ماو نينګ پرون ویلي، دا پرېکړه یې د هېواد د پرمختګ د ودې په موخه کړې ده.

دی وايي، دا چاره د روان میلادي کال د ډسمبر له پیله بیا د راتلونکي کال د نومبر تر پایه په ازمایښتي ډول ترسره کېږي.

هغه زیاته کړې، د دې پرېکړې له مخې، د یادو هېوادونو عادي پاسپورټ لرونکي وګړي کولی شي د سوداګرۍ، سیاحت او کورنۍ لیدو لپاره د ۱۵ ورځو لپاره چین ته ورشي.

د سرچینې په وینا، له دې مخکې یې هېواد د سینګاپور او بروني وګړو ته هم له ویزې پرته د ورتګ اجازه ورکړې وه چې د سوداګرۍ، سیاحت او د کورنۍ غړو لیدو لپاره چین ته د ۱۵ ورځو لپاره ورشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.