ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ۱۱ میاشتو کې هېواد کې د تنفسي ناروغیو له امله ۲۳۰۰ کسان مړه شوي

تېرو ۱۱ میاشتو کې هېواد کې د تنفسي ناروغیو له امله ۲۳۰۰ کسان مړه شوي

author avatar
25 Nov 2023 - 19:14
تېرو ۱۱ میاشتو کې هېواد کې د تنفسي ناروغیو له امله ۲۳۰۰ کسان مړه شوي
author avatar
25 Nov 2023 - 19:14

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۱۱ میاشتو کې له ۷ اعشاریه اتو میلیونو ډېر خلک پر تنفسي ناروغیو اخته شوي چې له امله يې ۲۳۰۰ کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته د تنفسي ناروغیو ډېرېدو په اړه وویل، د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه ۷ میلیونه ۸۴۲ زره او ۸۵۷ کسان پر دغو ناروغیو اخته شوي او له دې ناروغیو ۲۳۰۰ کسان مړه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ۲۰۲۲ کال کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷ میلیونه ۵۷۱ زره او ۶۸ ته رسېدو چې اوسنۍ شمېرې د تېرو دوو کلونو په نسبت زیاتوالی ښيي.

شرافت زیاته کړه، د دغو دوو کلونو ثبت شوې شمېرې ښيي چې پر دې ناروغۍ ډېری اخته کسان ماشومان دي.

هغه زیاته کړه: «د فصلي ناروغيو د ثبت پېښې د تېرو کلونو په پرتله ډېروالی ښیي چې لامل یې روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی او په روغتیایي مرکزونو کې د ناروغانو ثبت او راجستر دی، بل لامل یې دا دی چې ورځ تر بلې د چاپېریال ککړتیا ډېریږي.»

نوموړی سپارښتنه کوي چې د دغو ناروغیو د وقایې لپاره له ماسکه استفاده وشي او ماشومان ګرم و ساتل شي، کله چې څوک پر دې ناروغیو اخته کېږي د یادو مواردو ترڅنګ باید ګرم مایعات هم ورکړل شي.

د کابل په اندراګاندي روغتون کې د داخله څانګې مسوول پروفیسر ډاکټر محمدعارف حسن‌زی پژواک وایي چې په سړه هوا کې رېزش، سینه او بغل د ستوني درد او داسې نورې ناروغۍ ډېريږي چې ماشومان او سپینږیري ډ‌ېر پرې اخته کېږي؛ ځکه د هغوی د بدن مقاومت کم وي.

نوموړي زیاته کړه: «په سړه هوا کې تنفسي ناروغۍ بېلابېلې درجې لري چې له معمولي رېزش پیل تر عادي سینه بغل، شدید سینه بغل او ډېر شدید سینه بغل پورې وي.»

هغه وویل: «موږ په خپل روغتون کې هغه کسان بستروو چې ډېر شدید سینه بغل ولري، دا پېښې واقعاْ په سړه کې ډېریږي.»

سرچینه وایي چې په بدن کې د میکروب داخلېدل او د کورنیو ضعیف اقتصاد، د ماشومتوب په دوره کې د واکسین نه تطبیقول، د ناروغانو لپاره د حفظ الصحې نه مراعتول، د تازه هوا نشتون…. دغه ټول سره یو کېږي او په ماشومانو کې د تنفسي ناروغيو ډېرېدو لامل ګرځي.»

حسن‌زي په داسې کې چې ویل یې په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر دی، زیاته یې کړه: «زه د داخلې برخې د مسوول په توګه د سهار له خوا چې له نوکریوالانو د ۲۴ ساعتونو راپور اخلم، شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ پر سینه بغل اخته ماشومان موږ په روغتون کې بستروو.»

د ماشومتوب دورې د واکسین تطبیق، ماشوم ته تر دوو کلونو شېدې ورکول، کور کې د حفظ الصحې رعایتول او کافي خواړه د ماشوم د بدن مقاوت لوړوي چې دا د دې لامل کېږي څو پر داسې ناروغیو اخته نه شي.

په ورته وخت کې دغه روغتون کې یوه ناروغ لرونکي فیض‌الرحمن فایض پژواک ته وویل چې یو کلن زوی یې د شدید سینه او بغل له امله له درېیو ورځو راهیسې په دغه روغتون کې بستر دی.

نوموړی د دغه روغتون له خدماتو خوښي څرګندوي او وایي چې اوس یې د زوی وضعیت ښه دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.