فیضاباد (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د شهر بزرګ ولسوال مولوي فضلالله وايي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د دې ولسوالۍ په سندې کوتل سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه: «د شهر بزرګ ولسوالۍ د پريخم کلي یو شمېر اوسېدونکي د (WFP) مرستې ترلاسه کولو لپاره په یوه پیکپ موټر کې د ولسوالۍ مرکز ته روان وو چې د سندې کوتل سیمه کې یې موټر د تخنیکي ستونزې له امله درې ته لوېدلی دی.»
نوموړي وویل چې په دې پېښه کې یو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د هغه په خبره، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې د درېیو کسانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن