ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښاریان د برېښنا له دوامداره پرچاویو شکایت کوي

د کابل ښاریان د برېښنا له دوامداره پرچاویو شکایت کوي

author avatar
26 Nov 2023 - 17:48
د کابل ښاریان د برېښنا له دوامداره پرچاویو شکایت کوي
author avatar
26 Nov 2023 - 17:48

کابل (پژواک، ۵  لېندۍ ۱۴۰۲): د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له دوامداره پرچاویو شکایت کوي، خو برېښنا شرکت وايي، دغه ستونزه به د شبرغان – ‌الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد مزي پروژې په بشپړېدو سره هواره شي.

د یادونې ده چې هر کال د ژمي په رارسېدو سره، د برېښنا د پرچاویو کچه لوړیږي چې سږ کال هم دا ستونزه شته خو هېوادوال یې د اساسي حل غوښتنه کوي.

د کابل ښار د څلورمې کارتې اوسېدونکي مشتاق پارسا د برېښنا د پرچاویو له ډېرېدو شکایت کوي او وايي: «کله چې ‎زموږ برق راشي اړتیا ورته نه لرو؛ د شپې ۹ بجې برق راځي او د سهار ۵ بجې زموږ برقونه بېرته ځي او د برېښنا په وېش کې کوم نظم نشته.»

هغه په داسې حال کې چې وايي په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۶ ساعته برېښنا لري، له مسوولینو غواړي چې د برېښنا نشتوالي ستونزې لپاره دایمې حل‌لاره ولټوي.

دغه راز د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکې نیلوفر احمدي وویل، هر کال د هوا په ګرمېدو او سړېدو یعني په ژمي او اوړي کې د برېښنا دوامداره پرچاوۍ موجودې وي.

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، په ۲۴ ساعتونو کې تر شپږ ساعته ډېره برېښنا نه لري، زیاته یې کړه: «په دې شرایطو کې چې ډېری خلک بې‌کاره دي، د مایع ګاز بیه لوړه شوې، موږ د ګاز او د جنراتو د تېلو اخیستو توان نه لرو.»

هغه هم له اسلامي امارته غواړي چې د برېښنا د پرچاویو ستونزې ته پاملرنه وکړي او د حل لپاره یې اساسي حل‌لاره پیدا کړي.‎

په ورته مهال، د کابل ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکې فریبا احسان هم ورته شکایت لري او وايي: «کومه سیمه کې چې زه اوسېږم، برق ډېر کم او کمزوری دی، برق مو د ورځې درې بجې راځي خو برق ورته نه ویل کېږي، ځکه د شپې تر اتو بجو ترې هېڅ ډول ګټه نه اخیستل کېږي.»

هغه وايي، ځینې برقي سامانونه د برق تلو راتلو او کمزورۍ له امله د خرابېدو له خطر سره مخ دي.

 یاد کسان او د نورو سیمو ځیني اوسېدونکي د برېښنا د دایمي حل غوښتنه کوي.

بلخوا، د برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا د تولید کموالي او د تقاضا ډېروالي له امله د پرچاوۍ کچه ډېره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د برېښنا شرکت برق وارداتی دی او یوه اندازه یې داخلي تولید دی، په وروستیو میاشتو کې د اوبو کموالي پر برق اغیز کړی او که خدای مه‌کړه دې وضعیت ادامه پیدا کړه نو پرچاوۍ به ډېر شي.»

نوموړي زیاته کړه: «اوس هره ورځ کابل ښار کې درې ساعته برق توزیع کوو، ځکه چې موږ باید د ورځې په اوږدو کې امارتي ادارو، صنعتي فابریکو او همدارنګه سیاسي نمایندګیو ته برېښنا ورسوو او په ټوله شپه کې یوازې درې یا څلور ساعته پرچاوۍ لرو.»

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال افغانستان خپل ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، ازبکستان او تاجکستان څخه واردوي او یوازې ۲۰ سلنه برېښنا له داخلي سرچینو څخه برابروي.

میوندي وايي، د شبرغان – دشت الوان ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد مزي پروژې په بشپړېدو سره به د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه حل شي.

د پژواک د یو خبر له مخې، د روان کال د لړم په ۲۴مه د شبرغان – دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټ د برېښنا د لېږد مزي پروژې د کار بشپړېدو او د الوان دښتې د سب‌سټیشن د پراختیا په موخه د برېښنا شرکت او د «افغان انویسټ» ترمنځ د پانګونې هوکړه‌لیک لاسلیک شوی دی.

Views: 126

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.