Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

۴۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل د فراه له بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي

۴۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل د فراه له بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي

author avatar
27 Nov 2023 - 13:24
۴۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل د فراه له بندره بېرته ایران ته ګرځول شوي
ارشیف
author avatar
27 Nov 2023 - 13:24

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۴۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل یې د فراه له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې نن پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، دغه تېل چې د یاد بندر له لارې افغانستان ته راوړل کېدل، کیفیت یې ټیټ وو.

یادې ادارې دوې ورځې مخکې ویلي وو چې په تېره لړم میاشت کې یې له ایرانه وارد شوي ۱۶۰ ټانکره بې‌کیفیته تېل د فراه له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.