پاراخ (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت د مرکز پاکولو په حشر کې د پنجشېر مسوولینو، د ځایي ادارو کارکوونکو او سلګونو اوسېدونکو ګډون وکړ.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده پژواک ته وویل چې دغه کمپاین د ښاري فرهنګ دودولو او د سیمو پاک ساتلو ته د خلکو پاملرنې د جلبولو په موخه ترسره شوی دی.
د پنجشېر اوسېدونکو له دغه اقدامه هرکلی کوي.
د دغه ولایت یوه اوسېدونکي او د دغه حشر ګډونوال ظریفالله، په دغه حشر کې د خلکو په ځانګړي ډول د مسوولینو ګډون وستایه او ویې ویل چې داسې کړنې د نورو لپاره یو پیغام دی څو د خپلو سیمو پاکوالي ته پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP