کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې حکومت دې د واخان لويې لارې پاتې چارې بېرته پیل کړي، څو له چین سره د سوداګرۍ لپاره واټن کم شي.
دغه څرګندونې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمدیونس مومند نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.
هغه وویل: «د اسلامي امارت له مشر، رییسالوزرا، اقتصادي، اداري او سیاسي معاونیتونو غواړو چې د واخان کوریډور پاتې سړک باندې بېرته کار شروع کړي.»
هغه زیاته کړه چې د دې لارې په جوړېدو به افغانستان له چین سره د ځمکې له لارې ونښلول شي او په مستقیمه توګه به ورسره سوداګري پيل شي.
مومند وویل: «موږ له یو میلیارد ډالرو زیات له چین څخه واردات لرو، غواړو چې متقابلاً خپل صادرات هم ډېر کړو؛ ۶۰ زره ډالر د جلغوزیو یوه کانټینر کرایه ورکوو چې د هوا له لارې یې چین ته لېږو، غواړو چې پر کانټینر ۳۰۰۰ ډالر کرایه ورکړو.»
نوموړی وویل چې له کابل څخه بیا د واخان تر دهلېز پورې شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره لار ده او نور باید د سوداګرۍ لپاره له دې لارې استفاده وشي.
مومند زیاته کړه چې د افغانستان خصوصي سکټور به د دې لارې په جوړولو کې له اسلامي امارت سره په مالي لګښت او نورو برخو کې همکاري وکړي.
نوموړي دا هم وویل، په کراچۍ بندر کې چې کومې ستونزې وې، حل شوې او نن به ۳۳۸۰ کانټینره توکي افغانستان ته حرکت وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د افغانستان د رختونو اتحادیې رییس عبیدالله وویل چې واخان د سوداګرو لپاره چین ته تر ټولو لنډه لار ده.
هغه زیاته کړه چې افغانان شاوخوا ۸۰ سلنه تجارت له چین سره لري نو ځکه باید پر دې لاره کار وشي.
دغه راز په دې غونډه کې یو شمېر نورو سوداګرو هم له حکومته غوښتنه وکړه چې د واخان دهلېز جوړ او استفادې ته چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند تېره میاشت د ایران بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره په لیدنه کې د واخان دهلېز په اړه خبرې کړې وې.
دواړو لورو د واخان کوریډور پر جوړولو او له دې لارې پر استفاده ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا لاره د دواړو هېوادونو په ګټه ده او توافق وشو چې له دواړو لورو د دغه کار د تېزوالي او ښې همغږۍ لپاره مشترکې کمېټې جوړې شي.