ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی بحرین ته ولاړ

د افغانستان بانک د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی بحرین ته ولاړ

author avatar
28 Nov 2023 - 16:52
د افغانستان بانک د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی بحرین ته ولاړ
author avatar
28 Nov 2023 - 16:52

کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): مرکزي بانک وايي چې د دغه بانک د سرپرست هدایت‌الله بدري په مشرۍ یو پلاوی د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش ادارې او د اسلامي پراختیایي بانک په کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه بحرین هېواد ته ولاړ.

یاد بانک نن سه‌شنبه د لېندۍ په اوومه د یوې اعلامیې په صادرولو ویلي، د دغه کنفرانس موخې د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د غړو هېوادونو له لوري د نوو پرمختګونو شریکول، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو له تجربو څخه ګټه اخیستل دي.

په اعلامیې کې زیاته شوې چې په یاد کنفرانس کې د مرکزي بانکونو د استازو سربېره، د اسلامي مالي مؤسسو استازي او د غړو هېوادونو د اسلامي بانکونو د شرعي بورډ غړي هم ګډون لري.

د يادونې ده، له دې مخکې د روان کال د غویي په ۱۹مه د اسلامي مالي مؤسسو د محاسبې او تفتیش ادارې په کلنۍ غونډه کې د افغانستان بانک او د یادې ادارې ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک شو. د دغه هوکړه‌ليک موخه د اسلامي بانکوالۍ پراختيا او د اړوندو چارو تمويل، د کاري وړتیاوو لوړول او د ښوونيزو پروګرامونو او پوهاوي په برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري رامنځته کول وو.

د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش اداره د ۱۹۹۱ کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د اسلامي مالي موسسو ترمنځ د همکاریو په موخه په بحرین کې جوړه شوې ده او دا مهال تر سلو ډېر غړي لري.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.