کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): مرکزي بانک وايي چې د دغه بانک د سرپرست هدایتالله بدري په مشرۍ یو پلاوی د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش ادارې او د اسلامي پراختیایي بانک په کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه بحرین هېواد ته ولاړ.
یاد بانک نن سهشنبه د لېندۍ په اوومه د یوې اعلامیې په صادرولو ویلي، د دغه کنفرانس موخې د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د غړو هېوادونو له لوري د نوو پرمختګونو شریکول، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو له تجربو څخه ګټه اخیستل دي.
په اعلامیې کې زیاته شوې چې په یاد کنفرانس کې د مرکزي بانکونو د استازو سربېره، د اسلامي مالي مؤسسو استازي او د غړو هېوادونو د اسلامي بانکونو د شرعي بورډ غړي هم ګډون لري.
د يادونې ده، له دې مخکې د روان کال د غویي په ۱۹مه د اسلامي مالي مؤسسو د محاسبې او تفتیش ادارې په کلنۍ غونډه کې د افغانستان بانک او د یادې ادارې ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک شو. د دغه هوکړهليک موخه د اسلامي بانکوالۍ پراختيا او د اړوندو چارو تمويل، د کاري وړتیاوو لوړول او د ښوونيزو پروګرامونو او پوهاوي په برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري رامنځته کول وو.
د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش اداره د ۱۹۹۱ کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د اسلامي مالي موسسو ترمنځ د همکاریو په موخه په بحرین کې جوړه شوې ده او دا مهال تر سلو ډېر غړي لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP