کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د سترې محکې په بېلابېلو برخو کې لس نوي رییسان او دوه د دې محکمې د دارالافتاء غړي ټاکل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه ټاکنې د مشرتابه مقام د لزومدید له مخې شوې دي.
هغه لیکلي چې د مرکزي دارالإفتاء ریاست مخکنی غړی شیخ سلطانمحمد، د سترې محکمې د دارالإفتــــــاء د رییس په توګه، د کندهار د استیناف محکمې مخکنی رییس مولوي عبدالغفار بحر د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو د رییس په توګه، د سوېللوېدیځ زون د تمیز ریاست مخکنی غړی مفتي شرفالدین د همدغه زون د قضایي تعلیماتو د رییس په توګه، د ستري محکمې د دارالإفتاء مخکنی رییس مولوي عزیزالله مظهري د سوېللوېدیځ زون د تمیز ریاست د نظامي منسوبینو د دیوان د رییس په توګه او د سوېللوېدیځ زون د تمیز ریاست د نظامي منسوبینو د دیوان مخکنی رییس شیخ مولوي غلامحضرت د کندهار د استیناف محکمې د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
هغه دغه راز لیکلي چې د کندهار د استیناف محکمې د مدني دیوان مخکنی رییس مفتي عبدالجلیل د زابل د استیناف محکمې د رییس په توګه، د نیمروز د استیناف محکمې مخکنی رییس مولوي عبدالخالق د بادغیس د استیناف محکمې د رییس په توګه، د بادغیس د استیناف محکمې مخکنی رییس مولوي عبدالخالق د نیمروز د استیناف محکمې د رییس په توګه، د زابل د علماوو شورا مخکنی رییس مولوي عبدالجبار اغا د کندهار د استیناف محکمې د عامه امنیت دیوان د رییس په توګه، د کندهار د استیناف محکمې د عامه امنیت دیوان مخکنی رییس مولوي مغفورالله د همدې محکمې د مدني دیوان د رییس په توګه، د مرکزي دارالافتاء مخکنی غړی مفتي محیالدین د ستري محکمې د دارالافتاء د غړي په توګه او د مرکزي دارالافتاء مخکنی غړی مفتي عبدالنور د ستري محکمې د دارالافتاء د غړي په توګه ټاکل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP