کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت مسوولینو له لوري د لوګر خروار ولسوالۍ د اوبو بند پروژې لومړۍ برخې رغولو چارې پیل شوې.
د لوګر سندیزې فرعي حوزې رییس ملا محمداسماعیل اخندزاده د لېندۍ په ۸مه د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د یادې پروژې پرانیستنې پر مهال وویل چې د دې پروژې لګښت د حکومت له بودجې ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه چې د دې پروژې چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د ملا اسماعیل په خبره، د یاد بند پروژه پر درې برخو وېشل شوې ده؛ د لومړۍ برخې له بشپړېدو وروسته به د دویمې او درېیمې برخو بیارغونې چارې هم پیل شي.
د پروژې پرانیستغونډه کې د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار فضلالرحمن عمرزي وویل، د خروار یاد بند به د ۳۶ متره په لوړوالي، د ۱۴۰ مترو په اوږودوالي او د ۲۰ مترو په سور جوړ شي.
هغه پژواک ته وویل، د دغه بند په جوړېدو به ۶۰۰۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او ۱۳۰۰۰ کورنۍ به ترې ګټه اخلي.
د اوبو او برېښنا وزارت مسوولینو د معلوماتو له مخې، د خروار اوبو بند جوړولو چارې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۱۰ لمریز کال کې پيل شوې وې خو د ځينو ستونزو له امله نیمګړې پاتې وې.
Views: 131