کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، مولوي اسدالله بلال کریمي د چین له خوا د رسمي سفیر په توګه ومنل شو او خپل باورلیک یې د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ته وړاندې کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې بلال کریمي نن خپل باورلیک د چین هېواد بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس هونګلي ته سپارلی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې ویلي، هېواد یې د افغانستان ملي حاکميت او د افغانستان د خلکو پرېکړو ته درناوی لري او د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله نه کوي او نه یې پخوا مداخله کړې ده.
هغه ویلي، چین غواړي د يوې لارې او یو کمربند په چوکاټ کې له افغانستان سره په اقتصادي او زيربنايي پروژو کې مرسته وکړي.
هونګلی ډاډ ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به د خاصو مراسمو په ترڅ کې د باورلیک اصل هم د چین ولسمشر شي جینپینګ ته وړاندې کړي.
بلخي زیاته کړې چې بلال کریمي هم په دغو مراسمو کې ویلي: «خوښ یم چې د ا.ا.ا د رسمي سفیر او فوق العاده استازي په توګه په چین هېواد کې خپله دنده پيلوم.»
کریمي ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړې کچې ته د روابطو پورته کېدل یو مهم فصل دی او هیله یې څرګنده کړې چې دا اړیکو لا پیاوړې او پراخې شي.
هغه په خپلو خبرو کې چيني لوري ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې هيچا ته ګواښ نه دی متوجه او په سیمه کې ثبات او امنیت د ټولو په ګټه دی.
بلال کریمي، په افغانستان کې د پانګونې، د زیربناوو احیا، د پراختیايي پروژو او بیارغونې په برخو کې د چين رول مهم یاد کړ او په افغانستان کې اوسنی ثبات یې یو ښه فرصت بللی چې باید اعظمي ګټه ترې واخیستل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP