Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې له څه باندې ۲۷۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

فراه (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د فراه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوالو پروګرام له لورې له څه باندې ۲۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د یاد ریاست په خبرپانه کې راغلي چې دغه مرستې د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ او د «فراداتا» موسسې په تخنیکي مرسته د یاد ریاست له لورې وېشل شوې دي.

سرچینې لیکلي چې د یادو مرستو د وېش لړۍ ۲۷۴۶ بې‌وزلو کورنیو ته تېره ورځ پيل شوې وه چې نن پای ته ورسېده.

د خبرپاڼه له مخې، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته، ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، شپږ کیلوګرام دال او ۳۰ پاکټه د ماشومانو د خوارځواکي د تقویې خواړه ورکړل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.