Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې اووه کسان ټپیان شوي

شبرغان (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د یوه موټر چپه کېدو له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه نن سهار اته بجې د شبرغان – مزارشریف لویې لارې په مربوطاتو کې په کمربند سیمه کې شوې ده.

هغه وایي، په دې پېښه کې د یوه سړي، دوو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.

حلیمي د دې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي ګڼي او وايي، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د شبرغان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، دوه ورځې مخکې هم پر شبرغان – قوش‌تیپې لویې لارې د یو ډاکسن موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.