کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۲): کابینې د پوهنتونونو او ښوونځیو د نصاب جوړولو په اړه ګومارل شوې کمېټې ته دنده سپارلې چې د نوو نصابونو جوړولو چارې ګړندۍ کړي او د نرخونو کنټرول له کمېسیونه یې هم غوښتي چې د افغانۍ ارزښت لوړېدو ته په کتو د بیو کنټرول په اړه لازم اقدامات وکړي.
د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته د اسلامي امارت د مشرتابه په مشرۍ د لړم میاشتې په ۲۹مه پیل شوه او دوه ورځې یې دوام وکړ.
سرچینې لیکلي چې په دې ناسته کې د ټولګټو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې بدخشان کې د واخان لويې لارې سروې، ډيزاين او اساسي جوړولو قرارداد په اړه لازم اقدامات وکړي او وروستی پلان د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت مقام ته وړاندې کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز د پوهنتونونو او ښوونځيو د نصاب جوړولو په اړه ګمارل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو له اسلامي اصولو سره سم پوهنتونونو او ښوونځيو لپاره د نوو نصابونو جوړولو چارې چټکې کړي.
په دغه ناسته کې د اوبو او برېښنا وزارت ته هم دنده سپارل شوې، د ټولو هغو جوماتونو چې د بيلونو نه تاديې له امله يې برېښنا قطعه شوې وي؛ مېټرونه نصب او برېښنا ورته بېرته وصل کړي.
په دغه غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته دنده سپارل شوې ده چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت په همکارۍ د قرانکريم او نورو مقدسو کاغذونو او ضعيف شوو کتابونو د نسخو خونديتوب په موخه دې په غرونو يا نورو ځايونو کې خوندي ځايونه جوړ او هلته يې دې خوندي کړي.
د چارو ادارې لیکلي چې د کابينې په دې غونډه کې د قيمتونو د کنټرول کمېسيون ته دنده وسپارل شوه چې د افغانۍ د ارزښت لوړوالي ته په کتو دې د خوراکي او نورو سوداګريزو توکو د نرخونو کنټرول په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.
Views: 207
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن