نیلي (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د دایکنډي ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د احصایې او معلوماتو رییس په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیدمصطفی صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون د دغه ولایت د احصایې او معلوماتو د رییس مولوي عنایتالله الهام هایلکس موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
هغه زیاته کړه، پېښه د یاد لایت د پاتوی ولسوالۍ په تمزان کلي کې شوې ده.
د هغه په خبره، په یاده پېښه کې د احصایې او معلومات رییس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
د هېواد په ځینو ځایونو کې د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او د لارو خرابوالی د ترافیکي پېښو لامل ګڼل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP