Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وارداتي برېښنا بېرته نورمال حالت ته راوګرځېده

[restrict paid="true"]

لومړی تعقیب - کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د برېښنا شرکت وایي چې په ازبکستان کې د برېښنا تاسیساتو د ترمیم او اساسي رغونې چارې بشپړې او افغانستان ته وارداتي برېښنا په نورمال ډول ونښلول شوه.

دغه شرکت د لېندۍ په ۱۲مه د شپې ناوخته یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دې سره د خُلم او خنجان سب‌سټېشنونو، بلخ، سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشېر، کابل، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان‌وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو د برېښنا رسونې بهیر بېرته عادي حالت ته را وګرځېد.

تر دې مخکې نن غرمه برېښنا شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د ازبکستان وارداتي برېښنا په دغه هېواد کې د برېښنا تاسیساتو د ترمیم او اساسي رغونې په موخه د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۲مه) یوازې د نن ورځې د مازدیګر تر پنځو بجو پورې ۵۰ سلنه کمه شي.

دغه شرکت زیاته کړې چې له امله به یې د کابل صنعتي پارکونو، خلم او خنجان سب سټیشنونو سربېره د سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشير، ننګرهار، لغمان، غزني، میدانإوردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي ډېره وي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا وارداتي او ۲۰ سلنه یې له کورنیو سرچینو برابرېږي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.