کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي، د کابل په ترمینلونو کې یې د ۱۷ مسافروړونکو بسونو فعالیت ځنډولی او له ځینو یې اضافي څوکۍ لرې کړې دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې دغه کار یې د کابل په درېیو لویو ترمینلونو کې د مسافر وړونکو موټرو «تخنیکي وضعیت د کنټرول پروسې» پر مهال کړی دی.
سرچينه زياتوي، د یادې پروسې پر مهال د ۵۲ موټرو تخنیکي وضعیت څارل شوی چې له ډلې یې له ځینو موټرو غیرمعیاري څوکۍ لرې کړای شوې او د نهو نورو موټرو «تخنیکي اصلاح» شوې ده.
د روانې لېندۍ مياشتې په نهمه هم د دغه وزارت د تخنيکي خدمتونو خونديتوب رياست په کابل کې په ځینو ترمینلونو کې د ۱۲۵ موټرو تخنيکي وضعیت د کنټرول پر مهال له یو شمېر بسونو اضافي او غیرمعیاري څوکۍ لرې کړې وې او د ۲۹ موټرو ترانسپورټي فعالیت یې د تخنیکي ستونزو له امله درولی و.
سرچينې ويلي وو چې دغه کار يې د مسافرو خوندیتوب او د موټرو معیاري کولو په موخه پيل کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP