ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ترمینلونو کې له یو شمېر مسافروړونکو موټرو اضافي څوکۍ لرې کړل شوې

د کابل ترمینلونو کې له یو شمېر مسافروړونکو موټرو اضافي څوکۍ لرې کړل شوې

author avatar
4 Dec 2023 - 09:29
د کابل ترمینلونو کې له یو شمېر مسافروړونکو موټرو اضافي څوکۍ لرې کړل شوې
author avatar
4 Dec 2023 - 09:29

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي، د کابل په ترمینلونو کې یې د ۱۷ مسافروړونکو بسونو فعالیت ځنډولی او له ځینو یې اضافي څوکۍ لرې کړې دي.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې دغه کار یې د کابل په درېیو لویو ترمینلونو کې د مسافر وړونکو موټرو «تخنیکي وضعیت د کنټرول پروسې» پر مهال کړی دی.

سرچينه زياتوي، د یادې پروسې پر مهال د ۵۲ موټرو تخنیکي وضعیت څارل شوی چې له ډلې یې له ځینو موټرو غیرمعیاري څوکۍ لرې کړای شوې او د نهو نورو موټرو «تخنیکي اصلاح» شوې ده.

د روانې لېندۍ مياشتې په نهمه هم د دغه وزارت د تخنيکي خدمتونو خونديتوب رياست په کابل کې په ځینو ترمینلونو کې د ۱۲۵ موټرو تخنيکي وضعیت د کنټرول پر مهال  له یو شمېر بسونو اضافي او غیرمعیاري څوکۍ لرې کړې وې او د ۲۹ موټرو ترانسپورټي فعالیت یې د تخنیکي ستونزو له امله درولی و.

سرچينې ويلي وو چې دغه کار يې د مسافرو خوندیتوب او د موټرو معیاري کولو په موخه پيل کړی دی.

Views: 1231

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.