ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښار استوګنیزو سیمو کې د صنعتي فابریکو فعالیت خلک له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي

د غزني ښار استوګنیزو سیمو کې د صنعتي فابریکو فعالیت خلک له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په استوګنیزو سیمو کې د صنعتي کارخونو فعالیت هوا ککړه کړې او خلکو ته يې روغتیايي ستونزې رامنځته کړې دي.

د هغوی په وینا، هغه کورنۍ چې غزني ښار کې کارخونو ته نږدې ژوند کوي، د ککړې هوا له امله يې موسمي ناروغۍ او د سالنډۍ ستونزې ورځ تر بلې زياتېږي.

د غزني ښار د بکاول سیمې اوسېدونکي مبین پژواک خبري اژانس ته وویل، په یو شمېر کارخونو کې له غیرمعیاري سون توکو کار اخیستل کېږي چې د دوی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه زیاتوي، په سیمه کې یې ډېرې کارخونې موجودې دي چې په دغو کارخونو کې د غیرمعیاري او دود تولیدوونکو سون توکو کارول، د دوی د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي.

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی رجب وایي:«دلته هوا ډېره خرابه شوې، ډېر خلک ناروغان دي، خپله مې هم تنفسي ستونزه پیدا کړې او درې ماشومان مې هم ناروغه شوي دي.»

د غزني ښار دغه اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د ژمي له راتګ سره د هوا ککړتیا د مخنیوي تدابیر ونیسي؛ ځکه چې په ژمي کې هوا ډېره ککړېږي، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی، پلاسټيکونه او د ډبرو سکاره کاروي چې دا د هوا ککړتیا ډېرېدو لامل کېږي.

ډاکټران هم د دې ستونزې پخلی کوي او وایې، ککړه هوا کولای شي له نورو ناروغيو سربېره د سالنډۍ، تنفسي او موسمي ناروغیو د ډېرېدو لامل کېږي.

دغه ولایت کې د ماشومانو برخې یوه متخصص ډاکټر نجیب‌الله علیزي پژواک ته وویل، که د هوا ککړتيا کچې لوړېدل همداسې دوام پيدا کړي، مرګونې پايلې به ولري.

د هغه په وینا:«هوا په عمومي ډول له ۷۷ سلنه نايټروجن،۲۰ سلنه اکسيجن،۱ سلنه اکسيډيس ګازونو او ۱سلنه له انبار ګازو جوړه شوې، کله چې هوا له نورو عناصرو سره لکه زهرجن ګازونه يا ذرات یوځای شي، دا کولای شي د انسانانو روغتيا ته جدي ستونزه پېښه کړي.»

هغه وویل، ککړه هوا کولی شي خلکو ته سالنډۍ او موسمي ناروغۍ پیدا کړي، په ځانګړي ډول هغه کسان ډېر پر اخته کېدلای شي چې د کانونو او صنعتي فابریکو ترڅنګ اوسېږي.

دی زیاتوي چې په ماشومانو کې بیا د (silicosis) په نوم د یوې ناروغۍ رامنځته کېدو لامل کېږي.

بلخوا د غزني ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر رسول‌خان نظري پژواک ته وویل، تر اوسه زموږ په روغتیايي مراکزو کې داسې مشخص واقعات چې د چاپېریال ککړتیا له امله رامنځته شوي وي او کتلوي بڼه ولري، ثبت شوي نه دي.

خو هغه زیاتوي چې هوا خرابه ده او دوی د چاپېریال ساتنې له ادارې سره په ګده کار کوي.

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین هم مني چې غزني ښار کې یو شمېر کارخونې له غیرمعیاري سون توکو کار اخلي او هوا یې ککړه کړې ده.

د غزني د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مولوي احمدالله عرفان پژواک ته وویل، دوی له مختلفو ادارو لکه د چاپېریال ساتنې، ښاروالۍ، عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ، امنیه قومندانۍ او نورو څخه یوه کمېټه جوړه کړې چې په دوامداره توګه نظارت کوي او په دې وروستیو کې یې ۱۶ کارخونې د دود تولیدوونکو سون توکو کارولو له امله تړلې دي.

هغه وویل، د یادو کارخونو له مالکانو ژمنه اخيستل شوې چې د هوا ککړولو په صورت کې به د هغوی فعاليت درول کېږي او لسګونو نورو کارخونو ته توصیه شوې چې فلټرونه نصب کړي، څو د هوا ککړتیا مخنیوی وشي.

هغه زیاتوي، په یو شمېر کارخونو کې دا چاره عملي شوې او په راتلونکي کې به دې برخې ته پاملرنه زیاته وشي.

د چاپېریال ساتنې ادارې رییس له خلکو وغوښتل چې له هغو چارو دې ډډه وکړي چې د هوا او چاپېريال د ککړتیا لامل ګرځي.

هغه وویل، عامه ځايونو کې د پلاسټيکونو، ټايرونو او نورو چټليو او دغه راز په کورونو، هوټلونو او نانوايانو کې د ډبرو سکرو نه سوځول او د زاړو ماشينونو نه کارول څه دي چې ‎کولای شي تر ډېره موجودې ستونزې حل کړي.

بلخوا هغه کسان چې کارخونې لري، وایې، په کارخونو کې یې د دود فلټرونه نصب کړي، خو د برېښنا نشتون له امله سم کار نه شي ترې اخیستی.

رمضان چې غزني ښار کې د ګچو کارخونه لري، وايي، غزني کې رسمي صنعتي پارکونه شتون نه لري، برېښنا او هیڅ ډول اسانتیاوې نه شته.

هغه غوښتنه کوي چې صنعتي پارکونو دې ورته منظور او ووېشل شي څو د صنعتکارانو شته ستونزې حل شي، د هوا ککړتیا مخنیوی وشي او د پانګونې ډېروالي په موخه به په ټولو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادوني ده، د غزني د صنعت او سوداګرۍ د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په نواباد، قلعه شاده، بکاول، شهرستان ښارګوټی، توحیداباد او ارزو سیمو کې د صنعتي فابریکو ترڅنګ شاوخوا ۲۰۰ د خښتو بټۍ او شیریني جوړولو کارخونې موجودې دي.

Views: 184

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.