مزارشریف (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د بلخ کروندګر او سوداګر په دغه ولایت کې د انجې بوټو او شیرې بیې بېساري ټیټېدو اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د بازارموندنې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د بلخ ځایي مسوولین د بزګرو شکایتونه پر ځای بولي، خو لامل یې په دغه ولایت کې د انجې ډېر تولید بولي.
د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د بابه یوسف کلي یوه بزګر امینالله پژواک ته وویل چې تېر کال یې پر خپله ځمکه د انجې ۵۰ کیلوګرامه تخم کرلی و او هر کیلو یې په ۱۵ زره افغانۍ پېرلی و.
هغه زیاتوي چې تېر کال د انجې یو بوټی په لس افغانۍ پلورل کېده خو اوس یې څو بوټي په یوه افغانۍ پلورل کېږي.
نوموړي وویل: «تېر کال مې ۵۰ کیلوګرامه انجه وکرله، هر کیلو تخم مې ۱۵ زره افغانۍ وپېره چې اوس یې د نیالګیو او شیرې بیه څو برابره ټیټه شوې او له زیان سره مخ یم.»
دغه راز د بلخ ولسوالۍ د کوشکک کلي یوه بل کروندګر سلطانعلي وویل، په وروستیو کې کروندګرو د انجې کرلو ته مخه کړې او ان خپل د کور وسایل یې په دې موخه وپلورل څو د انجې کرلو له لارې ګټه ترلاسه کړي.
خو هغه وایي چې سږ کال د انجې د بوټو او شیرې بیې په بېمخینې ډول ټیټې شوې او کروندګر له سخت زیان سره مخ دي.
بلخوا د انجې سوداګر هم د انجې بیې ټیټیدو له امله اندېښنه ښيي.
په مزارشریف ښار کې د انجې یو سوداګر رزاق سلطاني وايي چې سږ کال د تېر کال په پرتله د انجې او د هغې د بوټو بیې څو برابره ټیټې شوې دي.
هغه وایي، تېر کال د یو کیلو انجې بیه شاوخوا ۳۰ زره افغانۍ وه، خو سږ کال یې بیه درې زره افغانیو ته راټیټه شوې ده.
سلطاني وایي چې حکومت باید انجې ته مناسب بازار پیدا کړي.
بلخوا، د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي وایي، د انجې بیې ټیټېدو لامل په دغه ولایت کې له حده ډېر د دغه بوټي کرل دي چې په تېرو کلونو کې لږ او سږ کال ډېر کرل شوي دي.
د اسدي په خبره، د انجې شیرې یوازېنی بهرنی بازار هند دی چې په کال کې ۷۰۰ ټڼه انجې ته اړتیا لري خو افغانستان په ځانګړې توګه بلخ کې له حده ډېر دغه بوټی کرل شوی نو ځکه یې بیه هم ټیټه شوې ده.
په همدې حال د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي هم د کروندګرو ستونزې پر ځای بولي او وایي چې د تېر کال په پرتله د انجې بیه څو برابره ټیټه شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې پر څلور زره ۷۲۰ هکتاره ځمکه انجه کرل شوې چې شاوخوا ۳۸ ټنه حاصل ورکړی خو راتلونکو کلونو کې به یې د شیرې حاصل څو برابره ډېر شي.
انجه (انغوزه) یو طبي بوټی دی چې په وروستیو کلونو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کرل کېږي؛ انجه له کرلو وروسته په دوو کلونو کې حاصل ورکوي.
Views: 54
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن