مزارشریف (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه ښوونځي زدهکوونکي د خپلو درېیو نورو ملګرو په ملتیا یو موټر جوړ کړی دی.
د یاد موټر جوړوونکي ۱۸ کلن حامد ګلبرګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دوولسم ټولګي زدهکوونکی دی او د شاخوا سل زره افغانیو په شخصي لګښت یې دغه موټر د خپلو درېیو نورو ملګرو په مرسته د شپږو میاشتو په موده کې جوړ کړی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه موټر په یوه ساعت کې ۱۲۰ کیلومتره لار وهلی شي، د یو ټن وزن بار وړولو وړتیا لري او په جوړولو کې یې د ریکشا له ماشین، د سوزکي موټر له ټایرونو، اهنچادر او ګاډر کار اخیستی دی.
هغه له حکومته غواړي چې ملاتړ یې وکړي څو په راتلونکي کې نورې لاسته راوړنې هم ولري.
د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کار امر عبدالغفور حقاني وایي چې حکومت دغه ډول ځوانانو ته اړتیا لري او په ټول توان به یې ملاتړ هم کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په اکټوبر میاشت کې افغانستان کې جوړ شوی سپورټي موټر قطر کې یوه نړۍوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو.
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن