Pajhwok Afghan News

د لوګر په څرخ کې یوه تنکي ځوان ځان‌وژنه کړې ده

پل‌علم (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې یوه ۱۵ کلن هلک ځان‌وژنه کړې ده.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد تنکی ځوان ذبیح‌الله نومېده او د څرخ ولسوالۍ د «نو شهر» سیمې اوسېدونکی و.

انس زیاته کړه: «یاد ځوان په خپل کور کې د موټر پر سر له خپل پلار سره لفظي شخړه کړې وه، وروسته له کوره وتلی، ځان یې په یوه ونه کې راځړولی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.»

د وژل شوي ځوان خپلوان هم یاده پېښه تاييدوي او وايي چې ذبیح‌الله د کورنۍ ستونزې له امله ځان وژلی دی.

د یادونې ده، ځان‌وژنه د اسلام دین له نظره حرام او کبیره ګناه ده او هیڅوک باید د ژوند له ستونزو د خلاصون په موخه پر دغه عمل لاس پورې نه کړي.

Views: 165

Exit mobile version