ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پانګونې بین الوزراتي کمېټې سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تایید کړه

د پانګونې بین الوزراتي کمېټې سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تایید کړه

author avatar
7 Dec 2023 - 23:23
د پانګونې بین الوزراتي کمېټې سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تایید کړه
author avatar
7 Dec 2023 - 23:23

اټلانټا (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناسته کې په سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تایید کړه.

له ریاست الوزراء څخه د لېندۍ په ۱۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شویو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو.

سرچینې زیاته کړې، په دغه ناسته کې د ۷۷ ترکي او زولرستان شرکتونو له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تر هراړخیز بحث وروسته تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

همدارنګه په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه څو د بلخ ولایتي مسوولین په بلخ کې د ډبرو سکرو د بارولو او خالي کولو لپاره د مډرن او معیاري ترمینل جوړولو په موخه په مناسب ځای کې د خصوصي سکټور لپاره ځمکه مشخص او راپور یې دې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دغې ناستې ته د ګلبهار انوېستمنټ ګروپ له لوري له ګاز څخه د برېښنا د تولید او د کابل ښار د دوهمې ناحیې په قوایې مرکز سیمه کې د سوداګریز مرکز جوړولو طرحې هم د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوې چې د یادو طرحو د اقتصادي، تخنیکي او حقوقي ارزونې لپاره مختلفې کمېټې وټاکل شوې او سپارښتنه ورته وشوه، څو په اړه یې خپل راپورونه د دوه اوونیو په جریان کې له دغه کمېټې سره شریک کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.