Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو شمېر مسافر او موټرچلوونکي: د اروزګان – کندهار لویې لارې د جوړېدو چارې دې چټکې شي

ترینکوټ (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د اروزګان - کندهار ترمنځ پر لویه لار یو شمېر تلونکي مسافر او موټرچلوونکي وایي چې د دې لارې د یوې برخې رغنیزې چارې دې ګړندۍ شي خو سیمه‌ییز مسوولین ډاډ ورکوي چې ژر به دغه چارې بشپړې شي.

شاوخوا درې میاشتي مخکې د اروزګان - کندهار ترمنځ د اوږدې لارې د ۲۵ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې او هغه مهال مسوولینو ویلي وو چې د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

خو اوسمهال لا هم نه دي بشپړ شوې او پر دغه لاره یو شمېر تلونکي مسافر او موټرچلوونکي له حکومته غواړي چې د دغه سړک جوړېدو چارې چټکې کړي.

پر دغه لار یوه موټرچلوونکي احمدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، که چېرې د یادې لارې چارې بشپړې نه شي نو را روان ژمی به مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

هغه زیاتوي: «دغه لاره ټوله شاخوا دوه ساعته ده، خو اوس د دې له امله چې رغنیزې چارې یې روانې دي، تر څلورو ساعتونو وخت نیسي څو یو مسافر خپل منزل ته ورسېږي.»

پر دغه لاره یو تلونکی مسافر عصمت‌الله هم ورته څرګندونې کوي او له مسوولینو غواړي چې د یادې لارې د ژر بشپړېدو لپاره دې هڅې ګړندۍ کړي.

د هغه په خبره، له ټاکلې مودې پوره کېدو سره بیا هم د یاد سړک جوړېدو چارې نه دي بشپړ شوې.

د اروزګان د ټولګټو چارو رییس مولوي ادم‌جان نعماني وایي، په دې اړه یې د اړوند شرکت مسوولین راغوښتي او ورته سپارښتنه یې کړې چې چارې چټکې کړي.

د هغه په خبره، ډېر ژر به د دې لارې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

د اروزګان ـ کندهار ترمنځ غځیدلې لار ۱۶۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۴۰ کیلومتره خامه ده او ۱۲۵ کیلومتره یې په پاخه او اساسي توګه جوړه شوې، خو د وروستیو جګړو پر مهال یې ځينې برخې او پلچکونه ویجاړ شوي چې د بیارغولو چارې یې دوام لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.