پارون (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د نورستان سیمهییزچارواکي وايي چې د دغه ولايت په کانتيوا ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې يوه مېرمن وژل شوې ده.
د چارواکو په وينا، د دې مېرمنې د قتل په تړاو پنځه کسان نيول شوي دي.
د نورستان امنيې قوماندانۍ وياند قاري مجیبالرحمان ابوالیمان پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولايت د کانتيوا ولسوالۍ په بګروپټي سيمه کې تېره ورځ د دوو کورنيو ترمنځ پر يوې حقوقي موضوع خپلمنځي شخړه شوې ده.
دی زیاتوي چې له لفظي شخړې وروسته دواړو خواوو ډزې هم کړې چې يوه مېرمن په کې وژل شوې ده.
د هغه په وینا، د پېښې عامل له خپلو څلورو ملګرو سره د سيمې تښتېدلی و خو د دې ولسوالۍ په سټاف سيمه کې پوليسو ټول پنځه کسان نيولي دي.
د قوماندانۍ وياند وايي چې نيول شوي کسان تر پوښتنو لاندې دي چې ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
نورستان د هېواد په ختيځ کې لرې پروت غرنی ولايت دی چې ډېر کله په کې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.
Views: 94
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن