ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنیو چارو وزارت: امریکا بشري حقونه د سیاسي وسیلې په توګه کاروي

بهرنیو چارو وزارت: امریکا بشري حقونه د سیاسي وسیلې په توګه کاروي

author avatar
9 Dec 2023 - 14:26
بهرنیو چارو وزارت: امریکا بشري حقونه د سیاسي وسیلې په توګه کاروي
author avatar
9 Dec 2023 - 14:26

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په غزه کې له اوربند سره د متحده ایالتونو مخالفت غندلی او ویلي یې دي چې دغه هېواد بشري حقونه د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.

د راپورونو له مخې، تېره شپه د غزې وروستي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه جوړه کړې وه او ګډونوالو په کې په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه خو امریکا یو ځل بیا له له اوربند سره مخالفت کړی خو له اسرائیل یې غوښتي چې عملیاتو کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې اسلامي امارت د امریکا متحده ایالتونو یاد دريځ د خواشينۍ او غندنې وړ بولي چې د م.م. امنيت شورا او نړۍوالې اجماع خلاف یې هغه پرېکړه‌لیک ويټو کړ چې په غزه کې یې د اوربند غوښتنه کړې وه.

سرچينې لیکلي چې امريکا په دغه دریځ سره وښوده چې غزه کې په روان ظلم کې شریک دی.

هغه زیاته کړې: «دا یو ځل بیا ښکاره کوي چې د متحده ایالتونو حکومت نړۍوال جوړښتونه د خپلو سیاسي موخو لپاره د بشري حقونو پر ضد کاروي؛ د دې پر ځای چې امریکا د بشري حقونو  ورځې په مناسبت په فلسطین کې د جنګي جنایتونو مرتکبین وغندي او د خزانې وزارت د تحریم لېست کې شامل کړي، دوی د ا.ا.ا. په څو نورو مسوولینو باندې تحریم وضع کړ چې ښيي امريکا بشري حقونه د سياسي وسيلې په توګه کاروي.»

بلخي لیکلي، اسلامي امارت د هغو غړو هېوادونو دريځ ستايي چې د صهیونستانو د روانو جنګي جنایتونو پر وړاندې یې اصولي اجماع غوره کړې، د دایمي اوربند غوښتنه کوي او د فلسطین قضیې دایمي حل‌لارې ملاتړ کوي.

بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي، دا چې ټول بشریت د یوه لوبغاړي سياسي موخو برمته کړی، د اوسني نړۍوال نظم بې‌انصافه ماهیت ښکارندویي کوي، د بشري حقونو د مدعي جوړښتونو پاتې کمزوری اعتبار له منځه وړي او د عادلانه نړۍوال نظم اړتیا په ډاګه کوي.

د روان کال د اکتوبر له اوومې راهیسې، کله چې په غزه کې جګړه پیل شوې، هلته شاوخوا ۱۷ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ژوبل شوي دي. دغه راز ویل کېږي چې تر ۱۵۰۰ پورې اسرائیلیان هم وژل شوي او درې زره نور ژوبل شوي دي.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.