کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، د یوه سوادګر له لورې د پکتیا ولایت په شواک ولسوالۍ کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړ شو.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې دغه جومات په یو وخت کې د څلورسوه لمونځکوونکو ځایولو ظرفیت لري.
د یاد وزارت سرپرست سراجالدین حقاني د دغه جومات په پرانیستغونډه کې ویلي: «په داسې حال کې چې له یرغلګرو سره د مبارزې پر مهال بهرنیو موږ ته د وطن ورانوونکو خطاب کاوه، خو اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د رغنيزو پروژو په پلې کولو سره دا په ډاګه کړه چې امارت د هېواد ورانوونکی نه، بلکې جوړوونکی دی.»
هغه ویلي چې د ولس او اهل خیر کسانو او نورو مسلمانانو په همکارۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د رغنیزو پروژو چارې روانې دي.
نوموړی زیاتوي: «اميرالمومنين صاحب د حج او اوقافو په ګډون يو شمېر وزارتونو ته لارښوونه کړې چې مسافرو او عامو هېوادوالو ته د اسانتياوو رامنځته کېدو په موخه د لویو لارو او حلقوي سړکونو په اوږدو کې جوماتونه ورغوي.»
د کورنیو چارو سرپرست وزير وایي، سره له دې چې لا هم ځیني لوري د اسلامي امارت په ارادې تور پورې کوي، خو تاريخ به له ولس سره د اسلامي امارت رښتينولي او بې کچې مينه ثابته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP