جلالاباد، ترینکوټ، فراه (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۲): سیمهییز مسوولین وایي، په ننګرهار ولایت کې له ۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو او دغه راز په اروزګان او فراه ولایتونو کې له څه باندې ۱۴۰۰ کورنیو سره نغدې مرستې وشوې.
د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د ۷۰۰ یتیمانو، بېوزلو او معلولیتلرونکوکسانو له کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو چارو رییس محمدصابر د یادو څرګندو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مرستې د «کامه ریلیف» موسسې په مالي ملاتړ وېشل شوې دي.
هغه وویل چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ، ته اوړه، غوړي، لوبیا، نخود، چاي، مکروني، مالګه او ژمني توکي ورکړل شوي.
د اروزګان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي وایي چې نن د دغه ولایت په چورې او خاص اروزګان ولسوالیو کې د «اېنسياې» موسسې په مالي ملاتړ له ۴۷۰ کورنیو سره نغدې مرستې وشوې.
هغه وویل چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ۱۰۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
د یوه بل خبر له مخې، د فراه ولایت د سره میاشتې رییس میراحمد هاشمي وایي، د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له زرو کورنیو سره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
هغه وایي چې په دغو مرستو کې به هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP