[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۲): په دوحه کې د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ د افغان نجونو د زدهکړو په تړاو دوه ورځنی نړۍوال کنفرانس پیل شو.
د افغان نجونو د زدهکړو په تړاو دا دوه ورځنی نړۍوال کنفرانس د یکشنبې په ماښام د لېندۍ په ۱۹مه، په دوحه کې د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ، د قطر د کړکیچ او بشري څېړنو مرکز او (دوحه فورم) له خوا جوړ شوی چې نن به هم دوام کوي.
په دغه کنفرانس کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د یو شمېر نورو هېوادونو د استازو ترڅنګ یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم برخه اخیستې وه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دغه کنفرانس د لومړۍ ورځې په پای کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا نړۍوال کنفرانس د «هغې لپاره زدهکړې او پرمختګ د ټولو لپاره، د افغان ښځو د زدهکړو بیارغونه» تر عنوان لاندې جوړ شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، د دغه نړۍوال کنفرانس د لومړۍ ورځې ویناوالو په افغانستان کې د ښځینه او نارینهوو د زدهکړو پر وضعیت او د ښوونیزو بنسټونو لپاره د بنسټیزو اسانتیاوو او سرچینو برابرولو په اړه خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې راغلي، ویناوالو په دې برخه کې د هېوادوالو او نړۍوالو سازمانونو پر مهم رول د ټینګار ترڅنګ وویل چې افغانستان کې د زدهکړو د ملاتړ په موخه باید یو نړۍوال مالي میکانیزم رامنځته شي.
سرچینې زیاته کړې: «د افغانستان د زدهکړو ستونزه باید په داخل کې په ملي کچه هواره شي، نه له بهره پر تپل شوې حل لارې باندې.»
د دغه کنفرانس یوې کوربنې سولي باټیبو وویل، د یوې ټولنې د نیمایي نفوس پر زدهکړو بندیز لګول خطرناکې پایلې لرلی شي.
هغې زیاته کړه، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې په کې زدهکړو ته نه پرېښودل کېږي.
د نوموړې په وینا، په تېرو دوو لسیزو کې له جګړو سره سره په افغانستان کې د نجونو د زدهکړې کچه دوه برابره شوې وه.
د یادونې ده، د جمهوریت له سقوط وروسته نوي حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو او په ځينو برخو کې د ښځو پر کار بندېز لګولی دی.
د ښځو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیري بیا کنفرانس ته په خپلې وینا کې وویل: «دا پوښتنه باید له طالبانو وشي چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې هغوی ولې په هېواد کې دننه افغانې مېرمنې نه غږوي. ولې په هېواد کې دننه او بهر افغانان نه غږوي. د تعلیم، کار او نورو حقونو د غوښتنو په باب چې دوی یې له طالبانو څخه کوي، طالبانو ورسره د خبرو اترو لپاره لېوالتیا نه ده ښودلې.»
هغې زیاته کړه: «که موږ غواړو چې افغانستان پر عصري لار برابر شي او افغانستان د ټول ګډ کور وي، باید په دې هېواد کې پانګونه وشي، او د دغه هېواد په معارف کې باید پانګونه وشي. د دغه هېواد پر وګړو باید پانګونه وشي. دا هغه څه دي چې موږ یې په ګډه د ترسره کولو هڅه کوو.»
د افغانستان د ښوونې او روزنې پخوانۍ وزیرې رنګینې حمیدي وویل، اوسنی حکومت افغان ولس نه دي راوستي، دا د دوحې د خبرواترو په پایله کې راغلی، خو له هغوی سره باید د خبرو اترو لپاره یو لاره جوړه شي.
هغې زیاته کړه: «نه یوازې دا چې موږ یې راوغواړو بلکې موږ خپله هم باید دومره همت ولرو چې کابل ته ورشو او خبرې اترې ورسره وکړو.»
د افغانستان سرپرست حکومت دغه کنفرانس ته نه دی غوښتل شوی او نه هم هغوی تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون ښودلی دی.
[/restrict]
Views: 129
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن