کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي چې ترکیه دې د افغان کډوالو د قانوني کولو لپاره پر کړنلاره کار وکړي او افغانانو ته دې کاري ویزې او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست وزیر خلیلالرحمن حقاني پرون په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره په خپل دفتر کې کتلي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، په دغه ناسته کې په ترکیه کې د افغان کډوالو پر ستونزو، د بندیانو پر خلاصولو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
سرچینې ویلي، په دې ناسته کې د ترکیې سفیر وویل چې ترکیه له افغانستان سره ښې او ژورې اړیکي لري، په ترکیه کې د افغان ډیپلوماتانو شتون او د پلاوو تګ راتګ له افغانستان سره د ترکیې د ښه نیت څرګندونه کوي.
نوموړي ویلي: «د ترکیې پولیسو له خوا د کډوالو سره د ناسم چلند راپورنه کم شوي او که کوم ځای کې شکایت موجود وي هم مونږ به یې په اړه اقدامات وکړو.»
سرچینه زیاتوي، په دې ناسته کې د کډوالو وزیر وویل چې ترکان او افغانان په اسلامي، عقیدوي او تاریخي توګه له یو بل سره ډېر مشترکات لري او دغه مشترکات باید له یو بل سره د ښو اړیکو لامل شي.
حقاني زیاته کړې: «دا چې ترکیه او افغانستان اسلامي هېوادونه دي، نو د مهاجرینو موضوع ته هم باید د اسلامي اصولو له نظره وکتل شي، د غیر قانوني مهاجرینو قانوني کولو لپاره دې پر کړنلاره کار وشي او افغانانو ته کاري ویزې او نورې اسانتیاوې برابرې شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تېره میاشت ویلي و چې د روان کال د تېرې تلې میاشتې له ۱۹مې نېټې د لړم میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې ۳۰۹۰ افغان کډوال د هوا له لارې له ترکیې کابل ته ډیپورټ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP