Language

دایکنډي کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی

نیلي (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۲): د دایکنډي امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوه مازدا موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.

د دایکنډي امنیې قوماندانۍ ویاند غلام علي جاوېد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ ناوخته هغه مهال وشوه چې یاد موټر له «جوزري» کلي د اشترلي ولسوالۍ مرکز ته پر لاره و.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو کس مړ شوی او یو بل ټپي دی.

هغه وویل، تر اوسه د پېښې لامل نه دی روښانه خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

د سړکونو خربوالی او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي په دایکنډي کې د ترافیکو پېښو له اساسي لاملونو ګڼل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.