ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: له پاکستانه په زوره ایستل شوي افغان کډوالو سخت ژمي کې د مرګ له ګواښ سره مخ دي

11 Dec 2023 - 22:50
11 Dec 2023 - 22:50

اټلانټا (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۲): ملګري ملتونه وایي چې که له پاکستان په زوره اېستل شویو افغان کډوالو ته سرپناه برابره نه شي؛ نو په سخت ژمي کې به د یخنۍ له امله مړه شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې راهیسې چې پاکستاني چارواکو د افغانانو په ګډون ټولو اسناد نه لرونکو کډوالو ته د وتلو امر وکړ، نږدې نیم ملیون افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي.

سره له دې چې په افغانستان کې سرپرست کومت او بشري مرستندویه ادارې هلې ځلې کوي راکډه شویو افغانانو ته روغتیایي او نور خدمات برابر کړي خو شمیر یې دومره ډیر دی چې په حکومت او مؤسسو یې فشار په داسې حال کې ډیر کړی چې په افغانستان کې ژمی پیل کیدونکی دی.

ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ویلي، ” ډیر را ستانه شوي کډوال چې میرمنې او ماشومان هم پکې شامل دي، د خطر سره مخ دي او که چیرته سرپناوې ورته برابرې نشي، ښایي ژوند د لاسه ورکړي”.

په راپور کې ویل شوي، هغه کډوال چې له سرحده راتیریږي، دومره ستومانه شوي چې په سمدستي توګه رواني مرستو ته اړتیا لري.

ډیر شمیر کډوالو ملګرو ملتونو ته ویلي چې په افغانستان کې د ژمي د راتګ له امله اندیښنه لري، په ځانګړې توګه هغوي چې غرنیو سیمو ته ځي او له همدې کبله ښایي ژر ونه شي کړی خپلو ولایتونو ته ستانه شي.

ملګرو ملتونو په یو پیغام کې چې یکشنبه ډسمبر ۱۰ (لیندۍ۱۹) یې د اې پي خبري اژانس ته استولي ویلي چې ډیر شمیر کډوال چې د پاکستان څخه راستانه شوي، په لاره یې دومره ساړه شوي چې د برانشیت په ګډون نورو ناروغیو اخته شوي.

په پیغام کې ویل شوي چې کډوال د ځان سره ټول وسایل نلري او د دې توان نلري چې د یخنۍ څخه ځانونه بچ کړي.

په راستانه شویو کې داسې کډوال هم شته چې د څو لسیزو راهیسې یې په پاکستان کې ژوند کړی او په افغانستان کې د ژوند کولو لپاره هیڅ ځای نلري.

ملګرو ملتونو ویلي چې دا کسان ښایي د څه مودې لپاره سرحد سره نږدې جوړو شویو کمپونو کې وساتل شي.

په افغانستان کې سرپرست حکوت ددې کډوالو سره د مرستو لپاره یوه ځانګړې کمیټه جوړه کړې.

دې کمیټې د یکشنبې په ورځ ویلي چې د کډوالو لپاره خوراکي مواد، د څښاک اوبه، سیم کارتونه، کالي او نغدې پیسې ورکوي.

یادونه: په دې خبر کې د امریکا غږ له راپور څخه استفاده شوې.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version