کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): پر ټولنیزو پاڼو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کسانو د بېوسلې کولو په اړه یو «مکتوب» لاس په لاس کېږي، خو اسلامي امارت او حزب اسلامي وایي چې دغه مکتوب جعلي دی.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پنځه ورځې مخکې له خپلو بهرمېشتو پلویانو سره یوه انلاین غونډه کې په بهر کې د اسلامي امارت مخالفینو د وروستیو ناستو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: «ويل کېږي امریکا په دې شپو ورځو کې خپله لهجه بدله کړې، د طالبانو په ارتباط يې هم په مواقفو کې تبديلي راغلې او حتا ګواکې له امارت اسلامي يې غوښتي چې د دوحې معاهدې مطابق بايد ټولشموله حکومت جوړ شي او حتا ويل شوي چې يو فهرست يې هم هغوی ته ورکړی او وضاحت يې بايد د اسلامي امارت له لوري وشي او ورته ويلي يې دي چې که دا شرایط ونه منل شي او پر دې ژمنې باندې عمل ونه شي، بيا به امريکا د مخالفينو مرسته کوي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د حکمتیار له دغو څرګندونو وروسته پر خپله اېکسپاڼه ولیکل: «د امریکا له خوا اسلامي امارت ته د ټولشموله حکومت جوړېدو په ارتباط خبرې او د فهرست ورکولو ادعاوې حقیقت نه لري؛ د افغانستان اسلامي امارت هیچېرې هم له چا سره د دغه ډول حکومت جوړېدو ژمنه نه ده کړې، په دې اړوند د حکمتیار صاحب خبرې سمې نه دي، باید د هېواد مشران بېاسنادو خبرې ونه کړي.»
له دې وروسته ځینو کسانو په ټولنیزو رسنیو او ځینو واټساپ ګروپونو کې «د حزب اسلامي د مشر د افرادو خلع سلاح کولو» په اړه د استخباراتو ریاست ته یو منسوب مکتوب خپور کړ.
دغه مکتوب – چې ظاهراً په کابل کې د استخباراتو ۳۷۶ ریاست ته لیکل شوی – املایي ستونزې هم لري، خو موږ یې په راپور کې کټ مټ را اخلو.
مکتوب کې راغلي: «د کابل له فتحی او د اسلامي امارت د مجاهدینو پواسطه د اشغال پای ته رسېدو ورسته د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله فرمان پر بنسټ په داخل کې د سیاسي ګوندونو او جریانونو د فعالیت اجازه نشته. ځکه چی احزاب د هیواد د خلکو ترمنځ د نفاق او بی اتفاقی لامل ګرځی، د حزب اسلامی مشر ګلبدین یو فتنې کوونکی، نحس او د پردیو هیوادونو د استخباراتي کړیو اجیر دي او د ملت په منځ منفور دي او کوم خاص ځای نلري پدی وروستیو کې د نظام په وړاندي تخریبي سیاست یې شروع کړي، خبري یې د هیواد د استخباراتو په اشاره معلوم الحال کوي دینه وروسته هرڅوک چی ملاقات ته ورځي د استخباراتو له لوري یې څار کیږي هغه شخص او ساتونکی یې خلع سلاح کیږي او ژبه یې کنترول شي.»
د یاد مکتوب په پای کې «د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق» نوم لیکل شوی او هغه ته منسوبه یوه امضا هم په کې شوې او بیا یوه ټاپه هم پرې لګېدلې چې د لوستلو وړ نه ده.
حقیقت موندنه:
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد خپور شوی مکتوب جعلي دی.
حزب اسلامي هم د یاد مکتوب په غبرګون کې اعلامیه خپره کړه.
په اعلامیه کې راغلي: «په ټولنیزو رسنیو کې د استخباراتو لوی ریاست ته منسوب یو مکتوب لاس په لاس کېږي چې د ګڼو املايي او انشايي تېروتنو سربېره پهکې د حزب اسلامي او د افغانستان د اسلامي إمارت تر منځ د ټکر او بېباورۍ مواردو ته اشاره شوې ده، چې يوازې يوه دروغجنه اوازه او جعلي پروپاګنډ دی. حزب اسلامي دا جعلي مکتوب او دې ته ورته جعلکارۍ او پروپاګنډ په کلکه ردوي او د هغو غرضي، مرضي او سپېرو کړيو کار يې ګڼي، چې غواړي د حزب اسلامي او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د ټکر او پر يو بل د بېباورۍ فضاء رامنځته کړي. حزب اسلامي د خپل ديني او ملي رسالت له مخې تر دمګړۍ د خير په ټولو کارونو کې د اسلامي امارت ملاتړ او تأیید کړی او همداراز د ښې حکومتولۍ رامنځته کولو په پار يې په احسنه توګه مسوولين او چارواکي خپلو مسووليتونو او عُليا ملي مصالحو ته متوجه کړي او تر اوسه هيڅ داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې چې په پايله کې يې دواړه لوري د يو بل پر وړاندې د تقابل او تصادم سياست اختيار کړي؛ دا جعلي مکتوب محضِ د دُښمنانو له لوري يوه دروغجنه شایعه ده او هيڅ حقيقت نه لري.»
له دې وړاندې هم په ټولنیزو رسنیو کې د حکومت ادارو ته منسوب ځیني داسې مکتوبونو خپاره شوي چې بیا اړوندو ادارو ناسم بللي او رد کړي یې دي.
ولې ځیني کسان د داسې کړنو هڅه کوي؟
د افغانستان د ژمن فکري ګوند مشر محمد سلیم پیګیر پژواک خبري اژانس ته وویل، دا لومړی او وروستی مکتوب نه دی چې «د مغرضو کسانو» له لوري خپرېږي او د خلکو ترمنځ اندېښنې را ولاړوي.
هغه وویل چې اسلامي امارت باید د دغه ډول مکتوبونو له خپرېدو وروسته اعلامیې ورکړي او ووایي چې دغه ډول مکتوبونه حقیقت نه لري.
دی وایي، داسې ډېر مکتوبونه خپرېږي څو په هېواد کې د روان وضعیت په اړه د خلکو ذهنونه بدل کړي او حکومت دنده لري چې په دې اړه واضح تصمیم ونیسي.
پایله:
اسلامي امارت او حزب اسلامي وایي چې د استخباراتو لوی ریاست ته منسوب یاد مکتوب جعلي دی.
یو شمېر نورو کسانو دغه مکتوب پر خپلو پاڼو خپور کړی او ویلي یې دي چې جعلي دی.
پرېکړه:
ټولنیزو رسنیو کې د حزب اسلامي د مشر کسانو د بېوسلې کولو په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP