کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د کورنیو چارو سرپرست په کابل کې د چاپان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، نړۍوال ټولنه باید د نشهیي توکو بدیل برخه کې له افغان کروندګرو سره مرسته وکړي.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره وکتل.
په کابل کې د چاپان سفیر په دغه لېدنه کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره په سختو حالاتو کې د نړیوالې ټولنې له لارې مرستې کړي او له دې وروسته هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
هغه ویلي چې چاپان په نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانان ترڅنګ ولاړ دی او هېواد یې په افغانستان کې د ثبات ملاتړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم په دغه لېدنه کې هيله وښوده چې نړیواله ټولنه باید د نشهتوکو په کنټرول کې له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشیت لپاره ښه پام وکړي ترڅو د دغه بشري ناورين ناورین عوامل نور هم له منځه لاړ شي.
هغه د چاپان سفیر ته د همکاریو ډاډ ورکړی دی.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن