پلعلم (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې د ۱۱ میلیونو افغانیو په لګښت د کوڅو او کانالونو جوړېدو چارې پيل شوې.
د پلعلم ښاروال اسحاق سعید پژواک ته وویل، دا کوڅې او کانالونه د پلعلم ښاروالۍ له لوري د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت په راتلوونکو شپږو میاشتو کې جوړېږي.
سعید زیاته کړه، هڅه کوي د پلعلم ښار په نورو سیمو کې هم د سړکونو، واټونو، کانالونو او همدارنګه د پارکونو د بیارغونې چارې پيل کړي.
هغه دغه راز د پلعلم له ښاریانو وغوښتل چې د ښار په پاک ساتلو او پراختیا کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
د پلعلم یوه اوسېدونکي نصرتالله پژواک ته وویل، د ښار ډېري کوڅې، سړکونه او کانالونه خامه دي او اړتیا ده چې په پاخه او اساسي توګه ورغول شي.
نوموړي زیاته کړه، د ژمې پر مهال د پلعلم ښاریان له ډېرو ستونزو سره مخ وي او اړتیا ده چې ښاروالۍ د خپلو عوایدو لویه برخه د ښار پراختیا او اساسي رغونې ته ځانګړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د پلعلم ښاروالۍ له لوري د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر رغنیزې پروژې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP