هرات (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د هرات په تولیدي کارګاوو کې یو شمېر بوختې مېرمنې خپلو صنایعو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې د دې ستونزې له امله کوچنۍ سوداګرۍ له سقوط سره مخ دي.
د هغوی په وینا، په ډېر زحمت محصول جوړوي، خو د لاسته راغلو محصولاتو لپاره د ورځنیو زحمتونو په پرتله ښه بازار نه لري او د دې لامل ګرځي چې هغوی له دې اړخه اقتصادي زیان وویني.
یوه له یادو کارکوونکو اویا کلنه لاجورد پژواک خبري اژانس ته وايي چې په ډېرو ستونزو او سختیو هره اونۍ یو تر دوه کیلو تار تولیدوي، خو محصول یې ښه بازار نه لري.
هغه له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي او زیاتوي چې د دې کارګاه په وسیله کولای شي د خپلې کورنۍ ستونزې تر یوې اندازې هوارې کړي او حکومت یې باید ودې او بازارموندنې ته پاملرنه وکړي.
خو رحیمه احمدي یوه بله مېرمن ادعا کوي چې د دې په ګډون سلګونه ښځې د اقتصادي ستونزو او د کورنۍ د سرپرست نه شتون له امله هره ورځ کارګاوو کې پر کار بوختې دي او د محصولاتو پلور برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه: «موږ ښځې د تار تولید په کارګاه کې کار کوو، غواړو یوه اندازه پیسې لاسته راوړو، کور کې هم کارکوونکی نه لرو او موږ ټولې له اقتصادي ستونزو سره مخ یو.»
هغه وايي چې یوازې په یاده کارګاه کې د دې په ګډون ۲۵۰ ښځې پر کار بوختې دي او د مجبوریت له امله دلته کار کوي، له بده مرغه د بازار نه شتون له امله هم د دوی تولید شوي تار نه پلورل کېږي.
ورته مهال، د حسین قمبري شرکت مرستیال سیدحسن حسیني چې په یاد ولایت کې د تار تولید برخه کې کار کوي وايي، دوی په دغه شرکت کې ۲۴۵۰ ښځو او ۴۰ نارینهوو ته د کار زمینه برابره کړې او له حکومته غواړي څو تولیداتو ته یې د بازارموندنې په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
هغه وايي چې که مناسب بازار شتون ولري کولای شي هره ورځ دوه تر دوه نیم ټنه تار تولید کړي، خو د بازار نه شتون له امله تارونه نه دي پلورل شوې او ورسره پاتې دي.
د هغه په وینا، پروسس شوی تار له بهرنیو هېوادونو واردیږي او د دې لامل ګرځي څو د افغاني تار بازار له سقوط سره مخ شي.
خو بلخوا، د هېواد په لوېدیځ زون کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د کارګاوو او سوداګریزو فعالیتونو د سقوط او په ټپه درېدو لاملونه د مالي مدیریت نه شتون، د بازار د تقاضا نه پېژندل او محصولاتو ته د بازارموندنې نه شتون بولي.
د هېواد په لوېدیځ زون کې د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه بهناز سلجوقي وايي چې ډېری سوداګر په بازار کې د خپلو محصولاتو د پلور لپاره بستر نه دی برابر کړی او یا په ډېره کمه سرمایه یې فعالیت پیل کړی وي چې د سوداګرۍ د سقوط لامل یې ګرځي.
سلجوقي په یاد ولایت کې له ټولو متشبثینو غواړي څو په لومړي ګام کې بازار مطالعه کړي او په دویمه مرحله کې سوداګري پیل کړي، دغه کار کولای شي د دوی د سوداګرۍ وده او بقا تضمین کړي.
خو له دې ټولو سره، د هرات ولایت په سیمهییزه اداره کې مسوولین وايي چې هغوی سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او سیمهییزه اداره هم په دې برخه کې له سوداګرو سره همکاره او د هغوی لپاره یې په سوداګریزو چارو کې اسانتیاوې رامنځته کوي.
د هرات ولایت مقام ویاند مولوي نثاراحمد الیاس پژواک ته وویل چې دوی له سوداګرو سره همکار دي او دې برخه کې ډېرې هڅې هم شوې دي.
الیاس زیاتوي چې د هرات سیمهییزه اداره په دغه ولایت کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره مناسب بستر جوړوي او له سوداګرو په ځانګړې توګه د ښځینه سوداګرو د ملاتړ لپاره یې څو نندارتونونه هم جوړ کړي دي.
Views: 124
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن